ويکيپېډيا pswiki https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE MediaWiki 1.45.0-wmf.6 first-letter رسنۍ ځانگړی خبرې اترې کارن د کارن خبرې اترې ويکيپېډيا د ويکيپېډيا خبرې اترې دوتنه د دوتنې خبرې اترې ميډياويکي د ميډياويکي خبرې اترې کينډۍ د کينډۍ خبرې اترې لارښود د لارښود خبرې اترې وېشنيزه د وېشنيزې خبرې اترې تانبه د تانبې خبرې اترې TimedText TimedText talk Module Module talk سينوسايټس 0 16876 352781 301854 2025-06-20T20:03:18Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352781 wikitext text/x-wiki '''سينوسايټس''' يا د '''سينوسونو تسپود''' ''(په انگرېزي: Sinusitis)'' د پزې چار چاپېره سينوسونو يوه [[تسپود|التهابي]] ناروغي ده چې د انتانونو، الرژي او يا هم اټواميون يا معافيتي روغتيايي ستونزو په سبب رامېنځ ته کېږي. د سينوسونو تسپود اکثراً د ويروسي انتانونو په سبب پېښېږي چې د ۱۰ ورځو په موده کې پخپله له مېنځه ځي. دا يو ډېر عام حالت دی چې هر کال په امريکا کې له ۲۴ ميليونو نه ډېر خلک پرې اخته کېږي.<ref name=Review2010/> {{TOC limit|3}} ==ډلبندي== ===د مودې له مخې=== سينوسايټس (يا راينوسينوسايټس) د پزې چارچاپېره سينوسونو د ميوکس پردې يو التهاب دی چې د مودې له مخې په ډېرو وېشنيزو ډلبندي شوی.<ref name="clevelandclinicmeded.com">{{Cite web |title=آرشیف کاپي |url=http://www.clevelandclinicmeded.com/medicalpubs/diseasemanagement/allergy/rhino-sinusitis/ |access-date=2012-09-08 |archive-date=2012-11-14 |archive-url=https://web.archive.org/web/20121114060719/http://www.clevelandclinicmeded.com/medicalpubs/diseasemanagement/allergy/rhino-sinusitis/ |url-status=dead }}</ref> 1. [[حاد]] راينوسينوسايټس — يو داسې انتاني ناروغي چې تر څلورو اونيو غځېږي او د نښو نښانو له مخې په شديد حالت او ناشديد حالت وېشل کېږي.;<br/> 2. بياپېښېدونکی حاد راينوسينوسايټس — په يوه کال کې تر څلور او له څلورو ډېر د حاد سينوسايټس د پېښېدلو حالت;<br/> 3. [[حاد څېرمه]] راينوسينوسايټس — يوه انتاني ناروغي چې له څلورو تر ۱۲ اونيو غځېږي او د حاد حالت نه اوندن حالت ته د لېږدېدو په صورت رامېنځ ته کېږي;<br/> 4. [[اوندن (medicine)|اوندن]] راينوسينوسايټس — کله چې د دغې ناروغۍ نښې نښانې له ۱۲ اونيو واوړي نو ناروغي اوندن حالت ته ورداخلېږي; او<br/> 5. د اوندن راينوسينوسايټس حاد شدت — دا يو داسې حالت وي چې د اوندن راينوسينوسايټس د نښو نښانو شدت ډېرېږي خو تر درملنې وروسته بېرته خپل بنسټ ليکې ته ورگرځي.<br/> د سينوسايټس دا ټول بېلابېل ډولونه سره ورته او يو شان علايم لري او په همدې سبب يې اکثراً توپيري تشخيص کول ستونزمن وي. حاد سينوسايټس ډېر عام دی. نژدې ۹۰ سلنه بالغان د خپل ژوند په پړاو کې په حاد سينوسايټس اخته شوي.<ref>{{Cite journal | last1 = Pearlman | first1 = AN. | last2 = Conley | first2 = DB. | title = Review of current guidelines related to the diagnosis and treatment of rhinosinusitis. | journal = Curr Opin Otolaryngol Head Neck Surg | volume = 16 | issue = 3 | pages = 226–30 | month = June | year = 2008 | doi = 10.1097/MOO.0b013e3282fdcc9a | pmid = 18475076 }}</ref> ====حاد==== [[حاد]] سينوسايټس اکثراً د پورتنۍ ساييزې لارې ويروسي انتاني ناروغۍ وروسته رامېنځ ته کېږي. که د پورتنۍ سايزې لارې انتان باکټريا الاصله وي، نو هغه درې عام ميکروبونه چې د حاد سينوسايټس سبب گرځي، هغه [[سټرېپټوکوکس نيومونيا]]، [[هېموفېليوس انفلوينزا]] او [[موراکسېلا کټارالس]] باکټرياگانې دي.<ref name=Leung2008/> تر دې وروستيو کالونو، د سينوسايټس د پېښېدو تر ټولو عامه باکټريا هېموفېليوس انفلوينزا وه، خو د هېموفېليوس انفلوينزا د بي ډول واکسين تر جوړېدو او خپرېدو وروسته د هېموفېليوس انفلوينزا انتانونو کچه راټيټه شوه. د سينوسايټس د باکټريايي لامل نور مېکروبونه سټافېلوکوکس اورېوس او د سټرېپټوکوکس جنسونه، ان-اېروبي باکټريا او لږ عام گرام منفي باکټېرياگانې دي. ويروسي سينوسايټس د دود سره سم له ۷ - ۱۰ ورځو پورې غځېږی، <ref name=Leung2008/> خو باکټريايي سينوسايټس بيا ډېر اړم او مضر دی. د ويروسي سينوسايټس نژدې 0.5% تر 2% د باکټېريايي سينوسايټس ته اوړي. داسې انگېرل کېږي چې په متواتر ډول د پزې سوخ کول او د پزې ازيت دوهم ځلي باکټېريايي انتان ته لار هواروي.<ref>{{cite journal |author=Gwaltney JM, Hendley JO, Phillips CD, Bass CR, Mygind N, Winther B |title=Nose blowing propels nasal fluid into the paranasal sinuses |journal=Clin. Infect. Dis. |volume=30 |issue=2 |pages=387–91 |year=2000 |month=February |pmid=10671347 |doi=10.1086/313661 |url=http://www.cid.oxfordjournals.org/cgi/pmidlookup?view=long&pmid=10671347}}</ref> د سينوسايټس [[حاد]] حالت د چڼاسو د اخته کېدنې سبب هم کېدلی شي. د چڼاسو انتانونه اکثراً د ډيابېټيز يا شکرې ناروغۍ او د ټيټ معافيتي نظام ناروغانو (لکه اېډز، د پيوندي غړو ناروغان چې د معافياتي نظام ضد درمل کاروي) کې ليدل کېږي چې ډېرې جدي ستونزې راپېښوي. د لومړي ډول ډيابېټيز په ناروغانو کې کېټواسيدوسېز د سينوسايټس سره اړونده گڼل کېږي چې د ميوکورميکوسېز په سبب رامېنځ ته کېږي.<ref>{{EMedicine|article|222551|Mucormycosis}}</ref> کيميايي اذيتونه لکه په عام ډول د سېگرېټ لوگی او د کلورين لوگی هم سينوسايټس پارولی شي.<ref>{{cite web|last=Gelfand|first=Jonathan L|title=Help for Sinus Pain and Pressure|url=http://www.webmd.com/allergies/sinus-pain-pressure-9/sinus-headaches|publisher=WebMD.com|accessdate=2 October 2011}}</ref> د غاښونو انتاني ناروغۍ هم په کله ناکله د سينوسايټس سبب گرځي.<ref name=Leung2008/> ====اوندن==== اوندن سينوسايټس د خپل تعريف له مخې له درې مياشتو مودې نه اوږدمهاله حالت وي چې يو شمېر بېلابېلې ناروغۍ د سينوسونو د اوږدمهاله التهاب د گډو نښو نښانو په توگه رامېنځ ته کېږي. د اوندن سينوسايټس په نښو نښانو کې دا علايم نغاړلي دي: د پزې بندېدنه، مخخوږی، سرخوږی، د شپې مهال ټوخی، د پخوا نه کنټرول شوې سابندۍ د علايمو ډېرښت، عمومي ستړيا، شين یا زېړ رنگه پرڼ بلغم، د مخ د دروندوالي او ډکوالي احساس چې د سر ښکته کولو سره غاښخوږی، سربدالي او هاليتوسېز يا د خولې بدبوی.{{رښتيا|date=May 2010}} په دغو نښو نښانو کې هر يو ځانته ځانگړي گڼ شمېر سببونه لري چې هر يو يې په پام کې نيولو وروسته تر څېړنې لاندې نيول کېدی شي. څو چې کومه روغتيايي پېچلتيا پېښه شوې نه وي، نو په اوندن سينوسايټس کې تبه نه ښکاره کېږي.{{رښتيا|date=May 2010}} اوندن سينوسايټس اکثراً د وږم د حس کمزورتيا او د شاميه حس د کمېدو سبب گرځي.{{رښتيا|date=February 2007}} په ډېرو لږو پېښو کې، حاد يا اوندن مکسېلري سينوسايټس د غاښو د انتاني ناروغيو سره اړونده گڼل کېږي. سرڅرخي يا سربدلاي، سرگرځېدنه او د سترگو تت ليد، د اوندن سينوسايټس کليشه يي نښې نښانې نه دي او په داسې حالت کې بايد د لا نورو سببونو موندنو څېړنې ترسره شي. د اوندن سينوسايټس ځينې ډولونه د پوليپي او غيرپوليپي سينوسايټس په کټگوريو وېشل کېږي. کله چې د سينوسايټس سره پوليپ موجود وي نو دې حالت ته هايپرپلاسټيک اوندن سينوسايټس وايي، که څه هم چې د داسې پېښو سببونه په سمه توگه نه دي پېژندل شوي<ref name=Leung2008>{{cite journal | last1 = Leung | first1 = R.S. | last2 = Katial | first2 = R. | year = 2008 | title = The Diagnosis and Management of Acute and Chronic Sinusitis | journal = Primary Care: Clinics in Office Practice | volume = 35 | issue = 1 | pages = 11–24 | doi = 10.1016/j.pop.2007.09.002 | url = http://cimed.ucr.ac.cr/archivos/Articulos%20Interes/2008/marzo/Diagnostico%20y%20Manejo%20de%20la%20Sinusitis%20Aguda.pdf | pmid = 18206715 }}{{Dead link|date=September 2023 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }}</ref> خو دا ډول ناروغي کېدای شي د الرژي (حساسيت)، چاپېريالي عاملونو لکه دوړه او هوا ککړتوب، باکټېريايي انتانونه يا چڼاس وي (حساسيت، انتانونه يا نور غبرگون پارونکي عاملين). ناحساسيته عاملين، لکه واسوموټور رېنايټس هم د اوندن سينوسايټس ستونزې زېږوي.{{رښتيا|date=May 2010}} په غيرنورماله توگه د سينوسونو نرۍ او تنگه لار، لکه هغه وگړي چې د پزې دېوال يې کوږ دی او د سينوسونو د تشېدو مخه نيسي، هم د اوندن سينوسايټس د عاملينو نه گڼل کېږي.{{رښتيا|date=May 2010}} ===د موقعيت له مخې=== د پزې چاپېره يو شمېر سينوسونه دي چې په ترتيب سره فرنټال يا مخ لور ته، ايتمويډ، مکسېلري يا د پورتنۍ ژامې او سفينويډ په نامه يادېږي. ايتمويډ سينوسونه په لا دوو برخو وېشل شوی چې د مخې ايتمويډ او د شا ايتمويډ سينوسونه بلل کېږي. د دې تر څنگ چې د ناروغۍ د شدت په اړه يادونه لاندې شوې، سينوسايټس د ناروغ سينوسونو د منشا له ځايگي له مخې چې په ناروغۍ اخته ويي داسې ډلبندي شوي: *[[مکسېلري سينوس|مکسېلري]] – دا ډول سينوسايټس د مخ په پورتنۍ ژامې کې مکسېلري ([[باړخو]]) کې د درد او فشار سبب گرځي (''د ساري په توگه،'' [[غاښ خوږی]]، [[سرخوږی]]) (J01.0/J32.0) * [[Frontal sinus|فرنټال]] – دا ډول سينوسايټس د مخ په فرانټال سينوس او د سترگو د کولک نه پورته د تندي په تشه کې د درد او فشار سبب گرځي او [[سرخوږی]] رامنځته کوي. (J01.1/J32.1) * [[اېتمويډ سينوس|اېتمويډ]] – دا ډول سينوسايټس د سترگو په منځ او يا شا سيمه ک د درد او فشار او سرخوږي سبب گرځي (J01.2/J32.2) *[[سفينويډ سينوس|سفينويډ]] – دا ډول سينوسايټس د سترگو تر شاه او د ککرې په محوري سيمه کې د درد، فشار او سرخوږي سبب گرځي. د سينوسايټس اړونده تازه تيوري گانو ښودلې چې دا ناروغي اکثراً د ساييزې لارې (''د ساري په توگه''، د يوې ساييزې لارې" نظريه") د ناروغيو سره يوځای، اکثراً د [[سابندي]] سره، يا هم ترې وروسته پېښېږي.<ref>{{cite journal | author = Grossman J | title = One airway, one disease | journal = Chest | volume = 111 | pages = 11S–16S | year = 1997 | doi = 10.1378/chest.111.2_Supplement.11S |pmid = 9042022 | issue = 2 Suppl }}</ref><ref>{{cite journal | author = Cruz AA | title = The 'united airways' require an holistic approach to management | journal = Allergy | volume = 60 |issue = 7 | pages = 871–4 | year = 2005 | doi = 10.1111/j.1398-9995.2005.00858.x | pmid = 15932375 }}</ref> د سينوسايټس ټول ډولونه کېدای شي د ساييزې لارې د يوه عمومي يا د يوې برخې د تسپود په نتيجه کې رامنځته شي، نو په همدې خاطر د ساييزې لارې د ناروغۍ نښه ټوخی هم ورسره يوځای پېښېدلی شي. ==نښې نښانې== === پېچلتياوې=== ==سببونه== ==رنځ فيزيولوژي== ==درملنه== ===دوديزه=== ===انتيبيوتيکونه=== ===نور=== ==ايپيډيميولوژي== == سرچينې== {{Reflist|2}} [[وېشنيزه:پزپوهنه]] [[وېشنيزه:سرخوږی]] [[وېشنيزه:تسپود]] jjkoe7x8exrtxb61jmxs5ljmz5hx8w2 نسیم ادبی 0 52299 352785 286915 2025-06-21T00:29:57Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 0 sources and tagging 1 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352785 wikitext text/x-wiki {{Infobox person}} '''نسیم ادبی''' (فارسي: نسیم ادبی ، په تهران ، ایران کې زیږیدلی 1976) یو ایراني فلم او تیاتر لوبغاړی دی. د هغې یاد شوي فلمونه د فیریډون ژیراني لخوا اشوفتیګي (2019) ، برادر جان (د تلویزیون سلسله -2017) ، ګولشیفټ، خوش باد جالف، او شهزاد<ref>{{Cite web|URL=https://www.tehrantimes.com/news/420508/Play-brings-trans-people-into-public-eye-in-Iran|Title="Play brings trans people into public eye in Iran". Tehran Times. January 20, 2018.}}</ref> د حسن فاطي لخوا دي. د هغې مرحلې کار کې د نیلي ګلابي او نه منیدونکي زخم کې رولونه شامل دي ، د دې لپاره هغې په 2017 کې د فجر نړیوال تیاتر فستیوال کې د غوره اداکارۍ جایزه ترلاسه کړه.<ref>{{Cite web|URL=https://financialtribune.com/articles/art-and-culture/58688/veteran-ali-rafiee-demands-better-deal-for-theater-actors|Title="Veteran Ali Rafiee Demands Better Deal for Theater Actors". Financial Tribune. February 1, 2017.}}{{Dead link|date=June 2025 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }}</ref> == سرچینې == <references /> == بهرني لینکونه == * {{IMDb name|id=3975594}} {{Authority control}} jcjgk6pi4yjrx68r5za8b2b07a7y0no سیاسي جبر 0 61894 352783 326159 2025-06-20T20:12:57Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352783 wikitext text/x-wiki سیاسي جبر د یو دولتي ارګان هغه عمل دی، چې د سیاسي دلایلو لپاره په زور اتباع کنټرولوي، په ځانګړې توګه د ټولنې په سیاسي ژوند کې د ونډې اخیستو په موخه د اتباعو د وړتیا د محدودولو یا مخنیوي لپاره، په دې توګه د دوی د هېوادوالو ترمنځ د دوی موقف کموي. دا ډېری وخت د پالیسیو له لارې څرګندېږي، لکه د سیاسي فعالینو، مخالفینو یا له بشري حقونو نه عامو خلکو سرغړونې، له څارنې ناوړه ګټه اخیستنه، د پولیسو وحشت، زندان، په خپله خوښه تصفیه، د اتباعو له حقونو محرومیت، لېوالتیا او تاوتریخوالی یا ترهګري لکه قتل، اعدام، شکنجه، جبري ورکېدل او نور غیر قضایي مجازات. سیاسي جبر هم له لیکلې پالیسۍ نه بهر د وسیلو له لارې لکه د عامه او خصوصي رسنیو مالکیت او په خلکو کې د ځان سانسور له خوا تقویه کېدای شي. <ref>[[Christian Davenport|Davenport, Christian]] (2007). [http://www.cambridge.org/catalogue/catalogue.asp?isbn=0521864909 ''State Repression and the Domestic Democratic Peace''] New York: Cambridge University Press.</ref><ref>Davenport, Christian, Johnston, Hank and Mueller, Carol (2004). [http://www.upress.umn.edu/Books/D/davenport_repression.html ''Repression and Mobilization''] {{Webarchive|url=https://web.archive.org/web/20110716105952/http://www.upress.umn.edu/Books/D/davenport_repression.html |date=2011-07-16 }} Minneapolis: University of Minnesota Press.</ref><ref>Kittrie, Nicholas N. 1995. ''The War Against Authority: From the Crisis of Legitimacy to a New Social Contract. Baltimore, MD: Johns Hopkins University Press.''</ref> چېرې چې سیاسي جبر د دولت له خوا تصویب او تنظیم شوی وي، دا ښايي دولتي تروریزم، نسل وژنه، سیاسي وژنې یا د انسانیت پر وړاندې جرمونه وي. سیستماتیک او له تاوتریخوالي ډک سیاسي جبر د زورواکو، استبدادي دولتونو او ورته رژیمونو یوه خاصه ځانګړنه ده. د سیاسي جبر عمل ښايي د پټو پولیسو ځواکونو، اردو، نیمه نظامي ډلو یا د مرګ ډلې له خوا ترسره شي. په ډیموکراټیکو شرایطو کې هم د جبر کولو فعالیتونه موندل شوي دي. په دې کې حتا د داسې شرایطو رامنځته کول هم شامل دي، چې د جبر د هدف وروستۍ پایله مرګ وي. که سیاسي جبر د دولت په منظورۍ ترسره نه شي، د حکومت یوه برخه بیا هم مسؤله وي. یوه بېلګه په متحده ایالاتو کې د ۱۹۵۶ او ۱۹۷۱ ز کلونو ترمنځ د FBI COINTELPRO عملیات دي.<ref>Serge, Victor, 1979, ''What Everyone Should Know About State Repression, London: New Park Publications.''</ref><ref>Donner, Frank J. (1980). ''The Age of Surveillance: The Aims and Methods of America’s Political Intelligence System''. New York: Alfred A. Knopf. {{ISBN|0-394-40298-7}}</ref><ref>Donner, Frank J. (1990). ''Protectors of Privilege: Red Squads and Police Repression in Urban America.'' Berkeley: University of California Press. {{ISBN|0-520-05951-4}}</ref><ref>Haas, Jeffrey. ''The Assassination of Fred Hampton: How the FBI and the Chicago Police Murdered a Black Panther.'' Chicago, Ill.: Lawrence Hill /Chicago Review, 2010.</ref><ref>''COINTELPRO: The FBI's Covert Action Programs Against American Citizens, Final Report of the Senate Committee to Study Governmental Operations with respect to Intelligence Activities.''</ref><ref>Cunningham, D. 2004. ''There’s something happening here: The New Left, the Klan, and FBI counterintelligence.'' Berkeley: Univ. of California.</ref> په ځینو ایالتونو کې «جبر» ښايي رسمي اصطلاح وي، چې په قانون جوړونې یا د دولتي ادارو په نومونو کې کارول کېږي. شوروي اتحاد پر سیاسي اپوزیسیون د جبر کولو قانوني پالیسي درلوده، چې د جزا په کوډ کې تعریف شوې او کیوبا د فولګینسیو باټیستا په مشرۍ د پولیسو یوه پټه اداره درلوده، چې په رسمي ډول یې د کمونیستي فعالیتونو د جبران ادارې په نوم نومول شوې وه. د شوروي او کمونیستي مطالعاتو کارپوه سټیفن ویټکرافټ په وینا د شوروي اتحاد په قضیه کې د «ترور»، «پاکولو» او «جبر» په څېر ورته پېښو ته اشاره کېږي. هغه په دې باور دی چې ترټولو بې طرفه اصطلاحات جبر او ډله‌ییزې وژنې دي، که څه هم په روسیه کې د جبر پراخ مفهوم په عامه توګه د ډله‌ییزو وژنو په شمول اخیستل کېږي او کله ناکله له هغه سره مترادف ګڼل کېږي، چې دا بیا په نورو ژبو کې مفهوم نه ورکوي.<ref>Wheatcroft, Stephen (1996). [http://sovietinfo.tripod.com/WCR-German_Soviet.pdf "The Scale and Nature of German and Soviet Repression and Mass Killings, 1930–45"] {{Webarchive|url=https://web.archive.org/web/20110717103830/http://sovietinfo.tripod.com/WCR-German_Soviet.pdf |date=2011-07-17 }}. ''Europe-Asia Studies''. '''48''' (8): 1319–1353. {{doi|10.1080/09668139608412415}}.</ref> == په سیاسي شخړه کې == سیاسي شخړې په کلکه د دولتي جبر احتمال زیاتوي. دا په حقیقت کې د سیاسي جبر په اړه د ټولنیزو علومو په څېړنې کې ترټولو قوي موندنه ده. کورنۍ جګړې د زورواکو فعالیت یو پیاوړی اټکلوونکی دی، څرنګه چې د غیر دولتي لوبغاړو له خوا د ننګونو نور ډولونه دي. دولتونه د کورنیو شخړو په لړ کې ډېری وختونه په جبري چلند کې ښکېل دي، چې د دې دوو پیښو ترمنځ اړیکه د « جبري غبرګون قانون» په نوم یادېږي. کله چې د دوی واک یا مشروعیت له ګواښ سره مخ شي، رژیمونه د چلند ګواښ د له منځه وړلو لپاره په ښکاره یا پټه توګه د مخالفانو د ځپلو له لارې ځواب ورکوي. د دولت جبر وروسته د مخالفانو پر تحرک اغېز کوي، سره له دې چې د دې اغېز لوری لاهم یوه پرانیستې پوښتنه ده. ځینې قوي شواهد دا په ګوته کوي، چې جبر د تنظیمولو لپاره د ننګونو د ظرفیت په کمولو سره د مخالفو تحرکاتو مخه نیسي؛ خو دا هم امکان لري، چې ننګونکي د دولت پر وړاندې د نوي شکایت په توګه د جبر په جوړولو سره د خواخوږو ترمنځ د تحرک د هڅولو لپاره د دولت له جبري چلند نه ګټه پورته کړي.<ref>{{cite journal|last1=Davenport|first1=Christian|title=State Repression and Political Order|journal=Annual Review of Political Science|date=2007|volume=10|pages=1–23|doi=10.1146/annurev.polisci.10.101405.143216|doi-access=free}}</ref><ref>{{cite journal|last1=Ritter|first1=Emily Hencken|title=Policy Disputes, Political Survival, and the Onset and Severity of State Repression|journal=Journal of Conflict Resolution|date=2014|volume=58|issue=1|pages=143–168|doi=10.1177/0022002712468724|s2cid=145054180}}</ref><ref>{{cite journal|last1=Hill|first1=Daniel W.|last2=Jones|first2=Zachary M.|title=An Empirical Evaluation of Explanations for State Repression|journal=American Political Science Review|date=2014|volume=108|issue=3|pages=661–687|doi=10.1017/s0003055414000306|s2cid=54908565}}</ref> == تاوتریخوالی == د ښي اړخي لاپوا غورځنګ غړو د فنلېنډ په واسا کې د ۱۹۳۰ ز کال د جون په ۴مه د واسا په بلوا کې پر یوه پخوانی سور افسر او د کمونیسټ ورځپاڼې پر خپروونکي برید وکړ.<ref>{{Cite web|url=http://www.ohchr.org/Documents/Publications/FS36_sp.pdf|title=Los Derechos Humanos y la trata de personas.|website=www.ohchr.org|language=en-us|access-date=2017-05-14}}</ref> سیاسي جبر تر ډېره له تاوتریخوالي سره مل وي، چې ښايي د کورني قانون له مخې قانوني یا غیر قانوني وي. تاوتریخوالی کولای شي، چې په مستقیم ډول د اپوزیسیون د غړو په وژلو سره سیاسي اپوزیسیون له منځه یوسي یا په غیر مستقیم ډول وېره رامنځته کړي. == نه زغم == سیاسي جبر ځینې وختونه له نه زغملو سره مل وي. دا نه زغم د تبعیض پالیسي، د بشري حقونو سرغړونو، د پولیسو د ظلمونو، زنداني کولو، تبعیض، جلاوطنۍ، زورونې، تروریزم، غیر قضایي وژنې، بې ځنډه اعدام، شکنجه، جبري ورکېدلو او د سیاسي فعالینو، مخالفانو او په عمومي توګه د خلکو پر وړاندې د نورو مجازاتو له لارې څرګندېږي. == دولتي ترهګري == کله چې سیاسي جبر د دولت له خوا تصویب او تنظیم شي، نو د دولتي تروریزم، نسل وژنې او د انسانیت پروړاندې جرمونو حالت ته رسېدلی شي. سیستماتیک او د تاوتریخوالي سیاسي جبر د دیکتاتورۍ، استبدادي رژیمونو او ورته رژیمونو یوه خاصه ځانګړنه ده. په دې رژیمونو کې د سیاسي جبر کړنې د پولیسو او پټو پولیسو، اردو، نیمه پوځي ډلو او د مرګ ډلې له خوا ترسره کېدای شي. ځینې وختونه رژیمونه د ډیموکراټیک تمرین په توګه د نورو دولتونو لپاره سیاسي جبر او دولتي تروریزم د خپلې امنیتي پالیسۍ برخه ګڼي.<ref>{{Cite book|title=Torturadores, apropiadores y asesinos : el terrorismo de estado en la obra dramática de Eduardo Pavlovsky.|last=Patricia.|first=Scipioni, Estela|date=2000-01-01|publisher=Edition Reichenberger|isbn=9783931887919|oclc=477299442}}</ref> == سرچينې == 1hpm8enkzb5bgnj1rolcyy5eur5v8ei سره 0 65725 352780 337820 2025-06-20T19:32:48Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 0 sources and tagging 1 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352780 wikitext text/x-wiki '''سره''' یا کود هرې هغې مادې ته ویل کېږي چې طبیعي یا مصنوعي منشاء لري او د یوه نبات د مغدي موادو د تأمین لپاره خاورې یا د نبات نسجونو ته ورکول کېږي. سرې ښايي له چونه‌يي یا اهاکي موادو او د خاورې له غیر مغذي اصلاح کوونکو موادو سره توپير ولري. د سرې ګڼې سرچینې موجودې دي چې طبیعي او صنعتي دواړه ډولونه په کې شاملېږي. د کرنې د اوسنیو اکثرو طریقو لپاره سره پر درېیو اصلي مغذي مادو متمرکزه ده چې دا درې مادې نایتروجن، فاسفورس او پتاشیم دي چې کله ناکله د مایکرو مغذي موادو لپاره د ډبرو د ګرد په څېر بشپړوونکي مواد هم ور اضافه کېږي. کروندګر دغه سرې په بېلابېلو طریقو کاروي چې د وچې یا مایع استفادې د پروسو له لارې، د لویو کرنیزو تجهیزاتو یا وسایلو د کارولو له لارې او یا هم د لاسي وسایلو د مېتودونو له لارې یې د بېلګې په توګه یادولی شو.<ref name="Ullmann1">{{Ullmann|doi=10.1002/14356007.a10_323.pub3|title=Fertilizers, 1. General|year=2009|last1=Scherer|first1=Heinrich W.|last2=Mengel|first2=Konrad|last3=Kluge|first3=Günter|last4=Severin|first4=Karl}}</ref> له تاریخي پلوه سره له طبیعي او عضوي سرچینو څخه ترلاسه شوې ده چې کمپوسټ، حیواني سره، انساني فاضلات، راټول شوي منرالونه او د انسان-طبیعت د صنایعو جانبي محصولات (لکه د کبانو د پروسس ضایعات یا د حیواناتو له وژلو څخه ترلاسه شوې وینه) یې د بېلګې په توګه یادولی شو. له دې سره سره، له نولسمې پېړۍ راهیسې د نباتاتو په تغذیه کې تر نوښتونو وروسته د مصنوعي سرو کاروونکی کرنیز صنعت رامنځته شو. دغه لېږد د نړۍ د غذایي سیستم په بدلون کې مهم و او په لویه کچه کې یې داسې کرنه ممکنه کړه چې د محصولاتو حاصلات یې ډېر وو. په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په پیل کې «د هابر پروسې» په څېر د نایتروجن د تثبیت کیمیاوي پروسې چې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د تولید د رامنځته شوي ظرفیت په مرسته لا پیاوړې شوې، د نایتروجني سرو د چټک پرمختګ لامل شوې. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې له نایتروجني سرو څخه د استفادې ډېروالی (د ۱۹۶۱ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ ۸۰۰ سلنه ډېروالی) د زرغون انقلاب د یوې برخې په توګه د دودیزو غذايي سیستمونو د ګټورتیا د ډېرېدو (چې په سرانه ډول څه باندې ۳۰ سلنه و) یوه حیاتي برخه وه.{{sfn|Mbow|Rosenzweig|Barioni|Benton|2019}} == تاریخچه == کروندګر له زرګونو کلونو راهیسې د خاورې د ښېرازۍ یا حاصل‌خېزۍ پر زیاتولو بوخت دي. مصریانو، رومیانو، بابلیانو او لومړنیو جرمنیانو ټولو د خپلو کښتونو د ګټورتیا د ډېرولو لپاره له کاني توکو یا سرو څخه استفاده کوله. د نبات د تغذیې علم د جرمني کیمیاپوه «یوسټون وون لیبیګ» تر څېړنو ډېر مخکې پیل شوی و، که څه هم په دې برخه کې د ده نوم ډېر یاد شوی دی. «نیکولاس ټیوډور ډو سوسور» او همکارانو یې هغه مهال د «یوسټون وون لیبیګ» تسهیلونې رد کړې. هغه مهال د نباتاتو د تغذیې په اړه پېچلې علمي پوهه موجوده وه، د هوموس او همدا راز د عضوي-کاني تعاملاتو رول مرکزي حیثیت درلود او له ۱۹۹۰ کال له را وروسته نویو اکتشافاتو سره یې مطابقت درلود. هغه پوهان چې «یوسټون وون لیبیګ» استفاده ترې وکړه، «کارل لوډویګ»، «سپرنګر» او «هرمان هلریګل» وو. په دې برخه کې د پوهې بهیر څه ناڅه ټکنی شو چې تر یوه حده یې لامل د اقتصاد او څېړنې ګډوالی و. يوه انګرېز کاروباري «جان بنټ لاوز» په ۱۸۳۷ کال کې پر هغو نباتاتو د بېلابېلو سرو یا کودونو د اغېز ازمېښتونه پیل کړل چې په ګلدانیو کې یې وده کوله او یو یا دوه کاله وروسته دغه ازمېښتونه په کښتونو کې کرنیزو محصولاتو ته هم پراخ شول. یوه بیړنۍ پایله یې دا وه چې ده په ۱۸۴۲ کال کې له اسید سولفوریک سره د فاسفېټ له تصفیې څخه د مصنوعي کود یا سرې د اختراع حق ثبت کړ او له دې امله لومړنی کس و چې د مصنوعي سرې صنعت یې رامنځته کړ. په ورپسې کال یې د «جوزف هنري ګیلبرټ» له خدمتونو استفاده وکړه؛ دوی دواړو په ګډه د کرنیزو محصولاتو د څېړنو په انستېتیوت کې کرنیز ازمېښتونه وکړل.<ref name="Ullmann12">{{Ullmann|doi=10.1002/14356007.a10_323.pub3|title=Fertilizers, 1. General|year=2009|last1=Scherer|first1=Heinrich W.|last2=Mengel|first2=Konrad|last3=Kluge|first3=Günter|last4=Severin|first4=Karl}}</ref><ref>{{Citation|last=Visser|first=Jozef|title=Opening History: Gaining Perspectives|date=2019-11-20|url=https://www.intechopen.com/books/organic-fertilizers-history-production-and-applications/opening-history-gaining-perspectives|work=Organic Fertilizers - History, Production and Applications|editor-last=Larramendy|editor-first=Marcelo|publisher=IntechOpen|language=en|doi=10.5772/intechopen.86185|isbn=978-1-78985-147-2|access-date=2021-04-13|editor2-last=Soloneski|editor2-first=Sonia|doi-access=free}}</ref><ref>{{Cite book|last=Uekötter|first=Frank|title=Die Wahrheit ist auf dem Feld: Eine Wissensgeschichte der deutschen Landwirtschaft.|publisher=Vandenhoeck & Ruprecht|year=2010|isbn=978-3-5253-1705-1}}</ref><ref>{{Cite journal|last=Uekötter|first=Frank|date=2014|title=Why Panaceas Work: Recasting Science, Knowledge, and Fertilizer Interests in German Agriculture|url=https://www.jstor.org/stable/10.3098/ah.2014.88.1.68|journal=Agricultural History|volume=88|issue=1|pages=68–86|doi=10.3098/ah.2014.88.1.68|jstor=10.3098/ah.2014.88.1.68|issn=0002-1482}}</ref><ref>{{EB1911|wstitle=Lawes, Sir John Bennet}}</ref> == چاپېریال == په کرنه کې کارېدونکې مصنوعي سره ګڼې چاپېریالي پایلې او اغېزې لري. د اقلیم او ځمکې د بدلونونو په اړه د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي د ځانګړي راپور له مخې د دغو سرو تولید او د اړوندې ځمکې د استفادې طریقې د نړیوالې ګرمۍ محرکونه دي. د سرې استفاده د ځینو مستقیمو چاپېریالي اغېزو لامل هم شوې ده. د کرنیزو ځمکو اوبه چې د سمندرونو پر مړو سیمو اغېز کوي او د اوب‌لارو ککړتیا، د خاورې د مایکروبیوم ویجاړي او په ایکوسیستمونو کې د زهري توکو راغونډېل د دغو مستقیمو اغېزو ځینې بېلګې دي. سره یا کود ځینې نامستقیمې اغېزې هم لري. په هابر پروسه کې د کارېدونکي طبیعي ګاز لپاره د فرکېنګ [یعنې د ګاز د تزریق له لارې د تېلو استخراج] چاپېریالي اغېزې یې یوه بېلګه ده؛ همدا راز د کرنې پرمختګ تر یوه حده د انساني نفوس د چټکې ودې لامل هم دی او په لویه کچه د صنعتي کرنې اقدامات د مېشت‌ځایونو له ویجاړۍ، پر ژواک بېلابېلوالي له فشار او د کرنیزې خاورې له خرابۍ سره اړیکه لري.<ref>{{Cite journal|last1=Chen|first1=Huaihai|last2=Yang|first2=Zamin K.|last3=Yip|first3=Dan|last4=Morris|first4=Reese H.|last5=Lebreux|first5=Steven J.|last6=Cregger|first6=Melissa A.|last7=Klingeman|first7=Dawn M.|last8=Hui|first8=Dafeng|last9=Hettich|first9=Robert L.|last10=Wilhelm|first10=Steven W.|last11=Wang|first11=Gangsheng|date=2019-06-18|title=One-time nitrogen fertilization shifts switchgrass soil microbiomes within a context of larger spatial and temporal variation|journal=PLOS ONE|language=en|volume=14|issue=6|pages=e0211310|doi=10.1371/journal.pone.0211310|issn=1932-6203|pmc=6581249|pmid=31211785|bibcode=2019PLoSO..1411310C|doi-access=free}}</ref>{{sfn|Mbow|Rosenzweig|Barioni|Benton|2019}}<ref name=":17">United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, [[:File:A RES 71 313 E.pdf|Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development]] ([https://undocs.org/A/RES/71/313 A/RES/71/313])</ref> == شمېرې == په دې وروستیو کې په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې د نایتروجن سرې ډېرې شوې دي. چین د نایتروجني سرو تر ټولو لوی تولیدوونکی او مصرفوونکی دی. په افریقا کې پر نایتروجني سرو تکیه کمه ده. د سرو په صنعتي مصرف کې کرنیز او کیمیاوي کاني توکي ډېر اهمیت لري او ارزښت یې کابو ۲۰۰ میلیارده ډالره دی. نایتروجن د کاني توکو پر نړیواله استفاده پام وړ اغېز لري او ورپسې پتاشیم او فاسفېټ راځي. د نایتروجن تولید له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته ډېر زیات شوی دی. له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته د فاسفېټ او پتاشیم بیه هم لوړه شوې ده چې د مصرفوونکي د بیې تر شاخص لوړه ده. پتاشیم په کاناډا، روسیه او بلاروس کې تولیدېږي چې په ګډه د نړۍ تر نیمايي زیات تولید جوړوي. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په کاناډا کې د پتاشیم تولید ۱۸.۶ سلنه ډېر شو. اټکلونه ښيي چې د محصولاتو ۳۰ تر ۵۰ سلنه حاصل د طبیعي یا مصنوعي سوداګریزو سرو پایله بلل کېږي. په متحدو ایالتونو کې د سرې مصرف د کرنیزو ځمکو تر کچې ډېر شوی دی. د نړیوال مارکېټ یا بازار ارزښت به یې تر ۲۰۱۹ کال پورې څه باندې ۱۸۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شي. د اروپايي سرو بازار به هم وده وکړي او په ۲۰۱۸ کال کې به شاوخوا ۱۵.۳ میلیارده یورو عاید وکړي.<ref>{{Cite book|title=Making the Modern World: Materials and Dematerialization.|last=Smil|first=Vaclav|publisher=John Wiley & Sons|year=2015|isbn=978-1-119-94253-5|location=United Kingdom}}</ref><ref>{{Cite book|title=Harvesting the Biosphere: What We Have Taken From Nature.|last=Smil|first=Vaclav|publisher=Massachusetts Institute of Technology|year=2012|isbn=978-0-262-01856-2}}</ref><ref name=":03">{{Cite book|title=Mineral Resources, Economics and the Environment.|last=Kesler and Simon|first=Stephen and Simon|publisher=Cambridge|year=2015|isbn=978-1-107-07491-0}}</ref><ref>{{Cite news|url=https://fertilizercanada.ca/about-fertilizer-canada/resources/industry-resources/industry-stats/|title=Industry Stats – Fertilizer Canada|work=Fertilizer Canada|access-date=2018-03-28|language=en-US|archive-date=2018-04-04|archive-url=https://web.archive.org/web/20180404202635/https://fertilizercanada.ca/about-fertilizer-canada/resources/industry-resources/industry-stats/|url-status=dead}}</ref><ref name="Stewart et a., 2005">{{Cite journal|last1=Stewart|first1=W.M.|last2=Dibb|first2=D.W.|last3=Johnston|first3=A.E.|last4=Smyth|first4=T.J.|year=2005|title=The Contribution of Commercial Fertilizer Nutrients to Food Production|journal=Agronomy Journal|volume=97|pages=1–6|doi=10.2134/agronj2005.0001}}</ref><ref>[http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-world/ Ceresana, Market Study Fertilizers – World], May 2013,</ref><ref>{{cite web |title=Market Study Fertilizers – Europe |url=http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-europe/ |publisher=Ceresana.com |access-date=2022-11-03 |تاريخ الأرشيف=2016-05-17 |مسار الأرشيف=https://web.archive.org/web/20160517120816/http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-europe/ |url-status=dead |خونديځ نېټه=2016-05-17 |خونديځ تړی=https://web.archive.org/web/20160517120816/http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-europe/ |خونديځ-تړی=https://web.archive.org/web/20160517120816/http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-europe/ |archive-url=https://web.archive.org/web/20160517120816/http://www.ceresana.com/en/market-studies/agriculture/fertilizers-europe/ }}</ref><ref>[[Arable land]]</ref><ref name="arableland">{{cite web |title=Eurostat - Data Explorer |url=http://appsso.eurostat.ec.europa.eu/nui/submitViewTableAction.do |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20141006122431/http://appsso.eurostat.ec.europa.eu/nui/submitViewTableAction.do |archive-date=6 October 2014 |access-date=2011-10-19}}</ref><ref>{{Cite web |title=Fertilizer consumption (Kilograms per hectare of arable land) &#124; Data |url=http://data.worldbank.org/indicator/AG.CON.FERT.ZS/countries?order=wbapi_data_value_2007%20wbapi_data_value&sort=desc&display=default}}</ref> == چاپېریالي اغېزې == که څه هم د سرو استفاده پر ژواک چاپېریال منفي اغېزې لري، خو د نباتاتو د مغذي موادو په تأمین کې ګټوره ده. د سرو ډېره استفاده د کاني توکو د ګډې وډې استفادې په دلیل پر خاوره، سطحي اوبو او ځمک‌لاندې اوبو اغېز کولی شي.<ref name=":032">{{Cite book|title=Mineral Resources, Economics and the Environment.|last=Kesler and Simon|first=Stephen and Simon|publisher=Cambridge|year=2015|isbn=978-1-107-07491-0}}</ref> د فاسفېټ ډبرې له پروسس څخه د هر یو ټن تولید شوي فاسفریک اسید په بدل کې پنځه ټنه ضایعات تولیدېږي. دغه ضایعات په جامد، ناخالص، بې‌ګټې او راډیو اکټیو ډول پاتې کېږي چې فاسفوژیپس بلل کېږي. اټکل کېږي چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۸۰۰۰۰۰۰۰ ټنه پورې فاسفوژيپس ضایعات تولیدېږي.<ref name="Taylor">{{cite journal|doi=10.1016/j.jenvman.2009.03.007|pmid=19406560|title=Environmental Impact and Management of Phosphogypsum|journal=Journal of Environmental Management|volume=90|issue=8|pages=2377–2386|year=2009|last1=Tayibi|first1=Hanan|last2=Choura|first2=Mohamed|last3=López|first3=Félix A.|last4=Alguacil|first4=Francisco J.|last5=López-Delgado|first5=Aurora|hdl=10261/45241|hdl-access=free}}</ref> === اوبه === د فاسفورس او نایتروجن سرې چې کله په معمول ډول کارول کېږي، ګڼې چاپېریالي اغېزې لري. دلیل یې د بارانونو ډېر ورښت دی چې له امله یې سرې اوب‌لارو ته ور وینځل کېږي. د کرنې جاري اوبه د خوږو اوبو د اټروفیک کېدو یا مغذي کېدو یو تر ټولو لوی لامل دی. د بېلګې په توګه په متحدو ایالتونو کې شاوخوا نیمايي سیندونه مغذي دي. د اوټروفیکېشن یا مغذي کېدو اصلي لامل فاسفېټ دی چې معمولاً یوه محدودوونکې مغذي ماده ده؛ لوړ غلظتونه یې د سیانوباکتریاوو او اوبړیو د ودې لامل کېږي چې په له منځه تګ سره یې اکسیجن کمېږي. د سیانوباکتریاوو غوزې هم مضر زهر تولیدولی شي چې کېدای شي په غذایي ځنځیر کې راټول شي او انسانانو ته زیان واړوي. د سرو روانې اوبه د هوا لپاره د جوړو شویو ستراتیژیو په مرسته را کمېدای شي.<ref>{{Cite web |title=Environmental impact of nitrogen and phosphorus fertilisers in high rainfall areas |url=https://www.agric.wa.gov.au/high-rainfall-pastures/environmental-impact-nitrogen-and-phosphorus-fertilisers-high-rainfall-areas |access-date=2018-04-09 |website=agric.wa.gov.au |language=en }}{{Dead link|date=June 2025 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }}</ref><ref name=":0">{{Cite journal|last1=McKay Fletcher|first1=D. M.|last2=Ruiz|first2=S. A.|last3=Dias|first3=T.|last4=Chadwick|first4=D. R.|last5=Jones|first5=D. L.|last6=Roose|first6=T.|date=2021-02-20|title=Precipitation-optimised targeting of nitrogen fertilisers in a model maize cropping system|url=https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0048969720375823|journal=Science of the Total Environment|language=en|volume=756|pages=144051|doi=10.1016/j.scitotenv.2020.144051|pmid=33280884|bibcode=2021ScTEn.756n4051M|s2cid=227522409|issn=0048-9697}}</ref><ref name="UllmannEnv">Wilfried Werner "Fertilizers, 6. Environmental Aspects" Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry, 2002, Wiley-VCH, Weinheim.{{doi|10.1002/14356007.n10_n05}}</ref><ref name="toledo">{{Cite web |title=UPDATE (9:30 a.m.): Do-not-drink water advisory lifted for City of Toledo &#124; Toledo Free Press |url=http://www.toledofreepress.com/2014/08/02/do-not-drink-water-advisory-issued-for-city-of-toledo/ |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20140805005647/http://www.toledofreepress.com/2014/08/02/do-not-drink-water-advisory-issued-for-city-of-toledo/ |archive-date=5 August 2014 |access-date=5 August 2014}}</ref><ref>{{cite journal|pmc=3709275|doi=10.3390/toxins5050992|pmid=23676698|volume=5|issue=5|title=Variations in the microcystin content of different fish species collected from a eutrophic lake|year=2013|journal=Toxins (Basel)|pages=992–1009|last1=Schmidt|first1=JR|last2=Shaskus|first2=M|last3=Estenik|first3=JF|last4=Oesch|first4=C|last5=Khidekel|first5=R|last6=Boyer|first6=GL|doi-access=free}}</ref> == سرچينې == oo989fo3od8uwwhhfw028lw6ywasw0w چارلز لایل 0 72098 352786 305654 2025-06-21T06:49:52Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352786 wikitext text/x-wiki چارلز لایل (زوکړه: د ۱۷۹۷ زکال د نومبر ۱۴مه – مړینه: د ۱۸۷۵ زکال د فبروري ۲۲مه) سکاټلنډي ځمک پوه و چې د ځمکې په تاریخ کې یې د پیژندل شوو طبیعي لاملونو ځواک تشرېح کړ. نوموړی اوس مهال له چارلز داروین سره د خپلې اړیکې او همدارنګه د ځمک پوهنې د اصولو په نامه کتاب د لیکلو (۱۸۳۰-۱۸۳۳ زکال) له امله پېژندل کېږي چې په یاد اثر کې یې خپلو مخاطبینو ته دغه نظر وړاندې کړ چې ځمکه د خپلو هغو طبیعي بهیرونو پر مټ جوړه شوې چې اوس مهال هم په هماغه شدت دوام لري. فیلسوف ویلیام ویول د تدریجي چارو اړوند دغه نظر «ورته والی پالنه» وباله او هغه یې له فاجعې پالنې سره پرتله کړ چې په اروپا کې منل شوی نظر و او جورج کوویر یې ملاتړ کاوه. په دغه اثر کې د شواهدو ترکیب او فصاحت لوستونکي اړ کړل څو د ځمکې او چاپېریال د درک په موخه د «ژور مهال» (په انګریزي: deep time) اهمیت ته پام وکړي. {{sfn|McPhee|1982|p=}} د لایل په علمي چارو کې د اقلیمي بدلونونو اړوند پرمختللي توضېحات شامل و چې په هغو کې یې د سمندرونو او لویو وچو ترمنځ په پولو کې توپیرونه په ګرمښت او ورښت کې د اوږد مهاله بدلونونو د توضېح لپاره کارولي وو. لایل همدارنګه د ځمک ښوئېدنو اړوند اغېزمن توضېحات وړاندې کړل او همدارنګه یې په تدریجي بڼه د اورغورځونکو لپاره «د پشتوانې جوړېدو» نظریې ته پراختیا ورکړه. د هغه چارې په پلیوسن، میوسن او ائوسن دورو باندې د ځمکې د چینه پوهنې (خټې پوهنې) د دریمې دورې په وېش کې ډېرې اغېزمنې وې. هغه په تېروتنې سره ګمان وکړ چې یخي غرونه د یخبندانونو د ګډوډ انتقال له انګېزې څخه سرچینه اخلي او سلیتي زیړ رنګه رېګونه چې په واقعیت کې د بادونو په واسطه انتقال کېږي د سېلابونو پر مټ له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدېدلي. د هغه له خوا د بشریت د تاریخ لپاره د جلا دورو جوړونه چې عنوان یې ورته «وروستی» ټاکلی و په پراخه کچه یې د انتروپوسن اړوند د معاصرو بحثونو بنسټ کېښود. <ref>{{cite web |last1=Crutzen |first1=Paul |title=The 'Anthropocene' |url=http://www.igbp.net/download/18.316f18321323470177580001401/1376383088452/NL41.pdf |url-status=live |archive-url=https://web.archive.org/web/20150418122558/http://www.igbp.net/download/18.316f18321323470177580001401/1376383088452/NL41.pdf |archive-date=2015-04-18 |access-date=16 May 2019}}</ref> لیل د جیمز هاټون او د هغه د پیرو جان پیلفر په نوښتګرې چارې باندې په اتکا سره د ځمکې د لرغوني خو پای ته رسېدونکي عمر د شواهدو سربېره د ځمکې لپاره د بې پایلې عمر وړاندوینه وکړه. نوموړی د چارلز داروین یو له نږدې ملګرو څخه و او په پام وړ کچه یې د تکامل اړوند د هغه په افکارو کې مرسته وکړه. هماغه ډول چې داروین د نوعو د ریښې تر عنوان لاندې کتاب کې لیکلي، «هغه څوک چې کولای شي د ځمکې د اصولو اړوند د ښاغلي چارلز لایل لوی اثر ولولي پوهېږي چې هغه د تېرو زمانو اړوند پراخ خو په ډېرې سختۍ سره درک کېدونی کتاب دی او کېدای شي په لومړي ځل دغه کتاب وتړي په داسې حال کې چې راتلونکي تاریخ لیکونکي به یې د طبیعي علومو په برخه کې انقلاب وګڼي». لایل په ۱۸۵۸ زکال کې په هم مهاله بڼه د طبیعي انتخاب اړوند د داروین او الفرد راسل د مقالاتو په خپرېدو کې مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې د دغې نظریې اړوند یې خپله هم له مذهبي پلوه شک درلود. هغه وروسته د ځمک پوهنې په برخه کې د انسانانو د لومړني موجودیت مهال ته اړوند شواهد وړاندې کړل. <ref>{{cite web |last1=Darwin |first1=Charles |title=On the Origin of Species |url=http://darwin-online.org.uk/content/frameset?itemID=F373&viewtype=side&pageseq=1 |access-date=16 May 2019 |website=Complete Works of Charles Darwin Online |publisher=John Murray}}</ref> == بیوګرافي == لایل د ۱۷۹۷ زکال د نومبر په ۱۴مه د کریمویر فورفارشر ته څېرمه د خپلې بډایه کورنۍ له املاکو څخه په کینورډي کور کې وزیږېد. نوموړی د خپلې کورنۍ له لسو ماشومانو څخه مشر و. د لایل پلار چې چارلز لایل نومېده د ډانټې د ژباړن او څېړونکي په توګه یې شهرت درلود. نوموړی یو ماهره بوټی پېژندونکی و او لومړنی کس و چې خپل زوی یې د طبیعت مطالعې ته سوق کړ. د لایل نیکه چې د هغه نوم هم چارلز لایل و د دوی د کورنۍ شتمني یې په مونټروز کې سمندري ځواکونو ته د تجهیزاتو په برابرولو چمتو کړې وه او پر مټ یې هغه توانېدلی و چې کینورډي کور وپېري. د هغوی اصلي استوګنځای د هایلنډ په پوله کې د ځمک ښوئیدنې پر مټ څېرلې سیمې ته څېرمه ستراتمور دره وه. په سترات کې د هغوی د کور شاوخوا ته ډېرو غوره کرنیزو ځمکو شتون درلود، خو شمال لویدیځ لوري ته یې په لنډه فاصله کې، چې د څیرلو سیمو بل پلو راتله د هایلنډ ګرامپایان غرونو موقعیت درلود. د هغوی دویم کلیوالی کور په بشپړه توګه په یوه توپیر لرونکې جیولوژیکي او ایکولوژیکي سیمه کې موقعیت درلود؛ په دې سره نوموړي د خپل ماشومتوب ډېری برخه وخت د سویلي انګلستان د همپشایر د نیوفارسټ په بارټلي لوژ کې تېر کړ. لایل په ۱۸۱۶ زکال کې د اکسفورډ اکسټر کالج ته ولاړ او د ویلیام باکلنډ د ځمک پوهنې په لکچرونو کې یې ګډون وکړ. هغه د ۱۸۱۹ زکال په ډسمبر میاشت کې په عالي درجه د لیسانس سند ترلاسه کړ چې په کلاسیک زده کړو کې دویمه درجه لیسانس و؛ همدارنګه یې په ۱۸۲۱ زکال کې د ماسټرۍ زده کړې پای ته ورسولې. له فراغت وروسته هغه د وکالت چارو ته مخه کړه او په ۱۸۲۰ زکال کې د وکیلانو په لینکولن ډله کې شامل شو. هغه د خپلو زده کړو یوه دوره د انګلستان په کلیو او بانډو کې په وخت تېرولو تېره کړه چېرې چې ده وکولای شول ځمک پوهنې ته اړوندې ښکارندې مشاهده کړي. په ۱۸۲۱ زکال کې نوموړي په ایډنبورګ کې د رابرټ جیمسون په لکچرونو کې ګډون وکړ او د ساسکس په لیویس کې یې له ګیډئون مانتل سره ولیدل. نوموړی په ۱۸۲۳ زکال کې د ځمک پوهنې د ټولنې د منشي په توګه وټاکل شو. په لید کې یې د ستونزو په رامنځته کېدو سره هغه ځمک پوهنه د خپل بشپړ مهالي مسلک په توګه وټاکله. هغه د ځمک پوهنې اړوند خپله لومړنۍ مقاله په ۱۸۲۶ زکال کې  «د فورفارشر په خوږو اوبو کې د آهکي ډبرو د جوړېدو اړوند» خپره کړه. په ۱۸۲۷ زکال کې هغه حقوقي چارو ته شا کړه او د ځمک پوهنې کسب ته یې پیل وکړ چې له امله یې پریمانه شهرت وموند او پر مټ یې ورته والی پالنه دود کړه، دا د هغو نظریاتو پایله وه چې جیمز هاتون څو لسیزې وړاندې بیان کړې وې.  {{sfn|Wilson|1973}} لایل په ۱۸۳۲ زکال کې د لیونارډ هارنر (۱۷۸۵ – ۱۸۶۴ زکال) له لور ماري هارنر سره په بن کې واده وکړ، چې هغې هم د لندن د جیولوژیکي ټولنې سره همکاري لرله. دغې نوې جوړې خپله د شاتو میاشت په سویس او ایټالیا کې تېره کړه او دغه مهال یې د دغې سیمې جیولوژیکي سفر ترسره کړ. {{sfn|MaComber|1997}} د ۱۸۴۰مې لسیزې پر مهال لایل متحده ایالاتو او کاناډا ته سفر وکړ او د خپلو سفرونو او جیولوژي په برخه کې یې دوه مهم اثار ولیکل: په شمالي امریکا کې سفر (۱۸۴۵ زکال) او متحده ایالاتو ته دویم سفر (۱۸۴۹ زکال). په ۱۸۶۶ زکال کې نوموړی د سویډن د سلطنتي علومو د اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۷۱ زکال کې د شیکاګو له لویې اورلګېدنې وروسته لایل یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د شیکاګو د عامه کتابتون د جوړېدو سره یې د مرستې په موخه د یو شمېر کتابونو مرسته وکړه. په ۱۸۴۱ زکال کې لایل د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. <ref>{{Cite web |title=APS Member History |url=https://search.amphilsoc.org/memhist/search?creator=&title=&subject=&subdiv=&mem=&year=1842&year-max=1842&dead=&keyword=&smode=advanced |access-date=2021-04-12 |website=search.amphilsoc.org}}</ref> د لایل مېرمن په ۱۸۷۳ زکال کې مړه شوه او دوه کاله وروسته ورپسې (۱۸۷۵ زکال) خپله لایل چې د ځمک پوهنې د اصولو په نامه د خپل اثر د ۱۲مې نسخې په تصحیح بوخت و، ومړ. نوموړی د ویسټ مېنسټر په کلیسا کې خښ کړای شو؛ د همدغې کلیسا په شمالي لاره کې د هغه نیمايي مجسمه د ویلیام ټېډ له خوا جوړه شوه. {{sfn|MaComber|1997}}<ref name="Westminster Abbey">{{Cite web |title=Charles Lyell |url=https://www.westminster-abbey.org/abbey-commemorations/commemorations/charles-lyell/ |access-date=8 September 2018 |work=Westminster Abbey}}</ref>{{sfn|Hall|1966|p=53}} لایل په ۱۸۴۸ زکال کې شوالیه شو او وروسته په ۱۸۶۴ زکال کې بارون وټاکل شو چې دا ورته یو ارثي ویاړ وګرځېد. نوموړي په ۱۸۵۸ زکال کې له سلطنتي ټولنې څخه د کوپلي مډال او په ۱۸۶۶ زکال کې یې د جیولوژیکي ټولنې څخه د والسټون مډال ترلاسه کړ. په یوسمیتي ملي پارک کې د دغه پارک لوړه غونډۍ هم د ده په ویاړ د لایل غره په نوم نومول شوې؛ په سپوږمۍ کې یوه خوله او په مریخ کې هم بله خوله د لایل په نوم یادېږي. د اسټرالیا په لویدیځه تاسمانیا برخه کې د لایل غر چې د کانونو په یوه ګټمنه سیمه کې موقعیت لري د ده په نوم دی او همدارنګه د اسټرالیا په شمال لویدیځ کې بله سیمه هم د لایل سیمه بلل کېږي. د نیوزلنډ د سویلي ټاپو په سویل لویدیځ نیسلون نومي سیمه کې د لایل کوچنۍ سیمه، د لایل سیند او د سرو زرو د استخراج لایل ښارګوټی (چې اوس یوازې د چکر وهنې ځای دی) هم د ده په نوم دی.<ref>{{London Gazette|issue=20905|date=13 October 1848|page=3692}}</ref><ref>{{London Gazette|issue=22878|date=22 July 1864|page=3665}}</ref><ref>{{Cite news|date=5 August 1908|title=The empire city: street and harbour nomenclature|work=Wairarapa Daily Times|url=https://paperspast.natlib.govt.nz/newspapers/WDT19080805.2.49|access-date=10 November 2022|via=Paperspast}}</ref><ref>{{Cite news|last=Hayward|first=H. M.|date=9 April 1910|title=Lyell or Lyall?|work=Evening Post|url=https://paperspast.natlib.govt.nz/newspapers/EP19100409.2.22|access-date=10 November 2022|via=Paperspast}}</ref><ref name="Russell2011">{{Cite web |last=Russell |first=Steph |date=2011 |title=Lyell |url=http://www.theprow.org.nz/yourstory/lyell/#.W5OjmOgza02 |access-date=8 September 2018 |work=theprow.org.nz |archive-date=15 January 2024 |archive-url=https://web.archive.org/web/20240115183550/https://www.theprow.org.nz/yourstory/lyell/#.W5OjmOgza02 |url-status=dead }}</ref> ښاغلی چارلز لایل د ۱۸۷۵ زکال د فبروري په ۲۷مه په ویسټ مېنسټر کلیسا کې خښ کړای شو. د هغه د مړي په کټ وړونکو کې توماس هاکسلي، کشیش او ځمک پوه ویلیام ساموئل سایمونډ او جان کریک مور شامل وو. <ref>{{cite news|title=Funeral of Sir Charles Lyell this day|newspaper=The Sun|location=London|page=5|date=27 February 1875}}</ref> == سرچينې == 4qrbtu3n5f9d6w82nbhtv3ryiwioacf مدد 0 72784 352784 307876 2025-06-20T23:36:43Z 200.24.154.85 352784 wikitext text/x-wiki {{delete}} د وروسته پاتی ټولني لاملونه کوم دی؟ a4wnorhg865f3yop5d5jdil2run414k سړه جګړه (۱۹۵۳-۱۹۶۲) 0 73175 352782 308763 2025-06-20T20:12:30Z InternetArchiveBot 24283 Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5 352782 wikitext text/x-wiki سړه جګړه (۱۹۵۳-۱۹۶۲) په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې له پای څخه وروسته په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د توغندیو تر کړکېچ پورې د سړې جګړې د دورې په اړه بحث کوي. د ۱۹۵۳ کال په لومړیو کې د جوزوف ستالین تر مړینې وروسته نویو مشرانو د شوروي اتحاد د «ستالیني لرې کولو» هڅه وکړه چې د ورشو تړون  په غړو او ختيځ بلوک کې د ګډوډیو لامل شوه. که څه هم دا یوازې د جزئي ښو پېښو دوره وه چې د وسلو له یوې سیالۍ سره مل وه او د لږ اندېښنې وړ خو ډېره قیمتي فضايي سیالي هم د دوو زبرځواکو تر منځ پېښه شوه. د سړې جګړې پړاو ته د افریقايي هېوادونو ورزیاتېدل لکه له شوروي اتحاد سره د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت یوځای کېدل په لویدیځ کې د ډېرو ناکراریو لامل شول. <ref>{{cite web|last1=Albert|first1=Melissa|title=De-Stalinization|url=https://www.britannica.com/event/de-Stalinization|publisher=Encyclopædia Britannica|access-date=May 2, 2018|date=January 21, 2010}}</ref><ref>{{cite web|title=Milestones: 1961–1968 - Office of the Historian|url=https://history.state.gov/milestones/1961-1968/congo-decolonization|access-date=2021-09-13|website=history.state.gov}}</ref> == ایزونهاور او خروشچف == کله چې هیري اېس ترومن په ۱۹۵۳ کال کې د متحده ایالاتو د ۳۴م ولسمشر په توګه د ډوایت ډی. اېزونهاور ځای ناستی شو، دیموکراتانو دوه لسیزې د ولسمشرۍ کنټرول له لاسه ورکړ.خو د اېزونهاور په دوره کې د متحده ایالاتو د سړې جګړې سیاست په اساسي توګه بې بدلونه پاتې شو. کله چې په خارجي سیاست کې بشپړه بیاکتنه پیل شوه (چې د سولاریوم پروژې په نوم پېژندل کېږي) ډېری نوې راڅرګندې شوې نظریې (لکه «له کمونیزم څخه بېرته وتل» او د ختيځې اروپا ازادي) د کار نه وړ وبلل شوې. اساسي تمرکز د شوروي کمونیزم پر مخنیوي او همدارنګه د متحده ایالاتو د خارجي سیاست د پراخې تګلارې پر پوهاوی و.     له ترومن څخه ایزونهاور ته د ولسمشرۍ لېږد له شخصیتي پلوه یو نرم لېږد و (له منځلارۍ/اعتدال څخه محافظه کار ته) په داسې حال کې چې په شوروي اتحاد کې بدلون خورا لوی و. په ۱۹۵۳ کال کې د جوزوف ستالین (چې له ۱۹۲۸ څخه يې د سترې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد مشري وکړه) له مړینې سره ګئورګي مالنکوف د شوروي اتحاد د مشر په توګه ونومول شو. که څه هم دا ټاکنه لنډمهالې وه، ځکه نیکیتا خروشچف ډېر زر د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د لومړي منشي په توګه د مالینکوف ټول صلاحیتونه ورڅخه واخیستل او په‌خپله یې د شوروي اتحاد د کنترول واک واخیست. مالنکوف په ۱۹۵۷ کال کې د خروشچف پر وړاندې یوه نابریالۍ کودتا وکړه او تر هغې وروسته قزاقستان ته ولېږل شو. خروشچف د ډله‌ییز مشرتابه په ورپسې دوره کې په ورو ورو خپل واک ټینګ کړ. لومړي منشي نیکیتا خروشچف د ۱۹۵۶ کال د فبرورۍ په ۲۵مه د شوروي ګوند د شلکې کنګرې بندې غونډې ته په وینا کې د ستالین د شخصیت پالنې او د ستالین په مشرۍ د ډېرو ترسره شویو ډېرو جرمونو له غندنې سره خپل اورېدونکي حیران کړل. که څه هم د دغې وینا محتویات پټ وو خو بهر ته یې لار وکړه او په پایله کې یې د شوروي متحدانو او هم یې لویديځو څارونکو دواړو ته ټکان ورکړ. خروشچف وروسته د ۱۹۵۸ کال په مارچ کې د شوروي اتحاد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.   <ref>{{cite web|url=http://www.fordham.edu/halsall/mod/1956khrushchev-secret1.html|title=Modern History Sourcebook: Nikita S. Khrushchev: The Secret Speech - On the Cult of Personality, 1956|work=Internet History Sourcebooks|publisher=Fordham.edu|date=|access-date=2022-05-08|archive-date=2014-10-08|archive-url=https://web.archive.org/web/20141008074629/http://www.fordham.edu/halsall/mod/1956khrushchev-secret1.html|url-status=dead}}</ref> دغې وینا پر شوروي اتحاد ډېر زیات اغېز کړی و. چې په مرسته یې خروشچف په یوه شېبه کې د خپلو پاتې ستالینیستي سیالانو مشروعیت ترلاسه کړ او د ګوند د لومړي منشي داخلي ځواک يې د پام وړ زیات کړ. خروشچف د محدودیتونو له کموالي، له ځینې مخالفانو څخه د خلاصون او د هغو اقتصادي سیاستونو له پیل سره وڅارل شو چې د سوداګریزو توکو پر ځای يې د ډبرو د سکرو او پولادو پر تولید ټینګار کاوه. == د متحده ایالاتو ستراتیژي: «پراخ کسات» او د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ستر ګواښ منل == === متضادې موخې === کله چې په ۱۹۵۳ کال کې ایزونهاور واک ته دننه شو، دوو متضادو احتمالي موخو ته ژمن و: د شوري د نفوذ له پراختیا سره د مبارزې لپاره د ملي ژمنې ساتل – یا ان زیاتول او د بودیجې د توازن د غوښتنو لپاره د مالیاتو کمول او د انفلاسیون مخنیوی. له دغه ائتلاف څخه راوتلی تر ټولو مهم اصل (پراخ کسات) و، چې د بهرنیو چارو وزیر جان فاسټر ډالس د ۱۹۵۴ کال په لومړیو کې اعلان کړ. ډالس د ترومن د ادارې د ډېر لګښت لرونکو غیراتومي ځمکنيو ځواکونه څخه ډډه وکړه او د متحده ایالاتو د اتومي وسلو او پټو استخباراتو له پراخ بره‌والی  څخه یې کار واخیست، ډالس د ۱۹۵۶ کال د جنوري په ۱۶مه په یوه ژوندۍ مرکه کې دا کړنلاره «د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ستر ګواښ د منلو» په توګه تعریف کړه: د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د جګړې څنډې ته د شورې اتحاد کول. اېزونهاور د ترومن له ادارې څخه تقریباً ۴۲ میلیارد ډالره پوځي بودیجه او همدارنګه د (NSC-141) مقاله چې د پوځي لګښتونو لپاره له ۷ څخه تر ۹ میلیارد پورې اضافي ډالرو غوښتونکې وه او د اچسون، هریمن او لاوت په‌واسطه جوړه شوې وه په میراث کې ترلاسه کړل. د خزانې د وزیر جورج هامفري د مشرۍ له تګلارې سره چې د سناتور رابرټ اې. ټافت د فشار په‌واسطه پیاوړې شوې وه او د جمهوري غوښتونکو په کانګرېس کې د لګښتونو کموالي د نوي مالي کال لپاره (چې د ۱۹۵۴ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پلي کېدو وړ وه) هدفي بویجه ۳۶ میلیون ډالرو ته راټيټه کړه. حال دا چې د کوریا اوربند د سرتېرو د ګومارنې او د پیسو د سپما لار وه، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه لا هم د بودیجې د زیات‌والي د تمې په فضا کې و. هامفري د ۱۹۵۵ کال په فبرورۍ کې د مالیاتو د کموالي او د متعادلې بودیجې غوښتونکی و او د ۱۲ میلیارد ډالرو د سپما کولو موخه یې لرله (چې نیمايي برخه یې د پوځي لګښتونو له راکمولو څخه ترلاسه کوله).<ref>Hoopes, p. 193</ref> که څه هم ولسمشر د دفاع په برخه کې ژور کموالي ته لېوال نه و، خو د متعادلې بودیجې او لږ دفاعي تخصیاتو غوښتونکی و. هغه خپلې کابینې ته وویل «تر هغه وخت چې هغو خلکو ته یو څه په لاس ورکړو چې له لوږې مري، هېڅ‌کله نه شو کولی کمونیزم وڅکو.» اېزونهاور دغې موضوع ته په پام سره د امریکا د فرهنګي دیپلوماسۍ په نوښت په ټوله اروپا کې مالي مرستې ته دوام ورکړ چې «د سرتېرو- د موسیقۍ د سفیرانو» د ارکستر سمفونیک د اووم لښکر په‌واسطه ترسره شوې ننداره په‌کې شامله وه. پر دې سربېره اېزونهاور دا وېره لرله چې «یوه متورمه پوځي-صنعتي مجتمع» (هغه اصطلاح چې نوموړي په‌خپله ترویج کړې وه) به متحده ایالات یا د جګړې او یا د یو ډول «دېکتاتوري واکمنۍ» لوري ته بوزي او یا ان ښایی متحده ایالات دې ته اړ کړي «چې په تر ټوله مناسبه شېبه کې جګړه پیل کړي.»  په نرماندي کې د تر ټولو ستر تاریخي یرغل پخواني قومندان په یوه مناسب وخت کې وویل چې: «خدایه له هغه ملت سره مرسته وکړه چې داسې ولسمشر لري چې د پوځ په اړه دومره هم نه پوهيږي څومره چې زه پوهېږم.»  <ref>[https://books.google.com/books?id=m34Xfvg9GdIC&q=Eisenhower ''Dance for Export: Cultural Diplomacy and the Cold War'' Naima Prevots. Wesleyan University Press, CT. 1998 p. 11 Dwight D. Eisenhower requests funds to present the best American cultural achievements abroad on books.google.com]</ref><ref>[https://www.7aso.org/htmldocs/ascronsp.html ''7th Army Symphony Chronology - General Palmer authorizes Samuel Adler to found the orchestra in 1952'' on 7aso.org]</ref><ref>[https://books.google.com/books?id=k9SOCgAAQBAJ&dq=Seventh+Army+Symphony+Orchestra+Samuel+Adler&pg=PA311 ''A Dictionary for the Modern Composer''], Emily Freeman Brown, Scarecrow Press, Oxford, 2015, p. 311 {{ISBN|978-0-8108-8401-4}} ''Seventh Army Symphony Orchestra'' founded by Samuel Adler in 1952 on https://books.google.com</ref><ref>[https://books.google.com/books?id=RzxEAQAAIAAJ&q=Seventh+Army+Symphony+Orchestra '' Army - "Musical Ambassadors, Soldiers Too"'' James I. Kenner. Editor Lt. General Walter L. Weible . Association of the United States Army Vol 9. No. 1 August 1958 p. 60-62 - Seventh Army Symphony Orchestra] on https://books.google.com</ref><ref>[https://www.7aso.org/htmldocs/earlyhistory.html "7th Army Symphony Draws Praise" Samuel Adler and Army Commendtion Ribbon with Metal Pendant" on 7aso.org]</ref><ref>[https://books.google.com/books?id=ogj6v4lo8HwC&q=Seventh+Army+Symphony+Orchestra+Samuel+Adler ''Uncle Sam's Orchestra: Memories of the Seventh Army Orchestra''] John Canaria, University of Rochester Press 1998 {{ISBN|9781580460 194}} Seventh Army Symphony on https://books.google.com</ref><ref>[https://books.google.com/books?id=MMwkDQAAQBAJ&dq=Seventh+Army+Symphony+Orchestra&pg=PA49 ''New Music New Allies''] Amy C. Beal, University of California Press, Berkeley, 2006, P. 49, {{ISBN|978-0-520-24755-0}} "Seventh Army Symphony Orchestra (1952–1962) performing works by Roy Harris, Morton Gould and Leroy Anderson" on https://books.google.com</ref><ref>[https://www.yourobserver.com/article/saluting-uncle-sams-orchestra ''Music: Saluting Uncle Sam's Orchestra - Arts and Entertainment'' Marty Fugate February 24, 2016 "Eisenhower regarded the Seventh Army Orchestra as a major factor in building bridges and healing old wounds" on yourobserver.com]</ref><ref name="journal.juilliard.edu">{{Cite web |title=''The Juilliard Journal – Faculty Portrait'' Samuel Adler Biography - on journal.juilliard.edu |url=http://journal.juilliard.edu/journal/1310/samuel-adler |access-date=2023-12-24 |archive-date=2022-03-31 |archive-url=https://web.archive.org/web/20220331115818/http://journal.juilliard.edu/journal/1310/samuel-adler |url-status=dead }}</ref><ref>LaFeber, p. 513</ref> == سرچينې == 16yw6r81bmccgv0rkt7apmu1828mu65 د کارن خبرې اترې:Marhaba Khan 3 83751 352777 2025-06-20T13:02:05Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 352777 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Marhaba Khan}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۳:۰۲, ۲۰ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) 12wxszogu1qjdreh7ckmino5hrhixdt د کارن خبرې اترې:Averagevietnameseuser 3 83752 352778 2025-06-20T14:28:01Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 352778 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Averagevietnameseuser}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۴:۲۸, ۲۰ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) 2fkcihib531e6nytswkilccadiwr01y د کارن خبرې اترې:Didactic Cookie 3 83753 352779 2025-06-20T15:23:39Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 352779 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Didactic Cookie}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۵:۲۳, ۲۰ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) m7vyg36k19h3yfenhdryzqsqi2ia9n6