ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.45.0-wmf.6
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
ميډياويکي
د ميډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
TimedText
TimedText talk
Module
Module talk
کينډۍ:د هېواد مالومات تورکمنستان
10
10027
352837
313878
2025-06-24T19:12:15Z
CommonsDelinker
161
Replacing Flag_of_Turkmenistan_(1992-1997).svg with [[File:Flag_of_Turkmenistan_(1992–1997).svg]] (by [[:c:User:CommonsDelinker|CommonsDelinker]] because: [[:c:COM:FR|File renamed]]: [[:c:COM:FR#FR6|Criterion 6]]).
352837
wikitext
text/x-wiki
{{ {{{1<noinclude>|country showdata</noinclude>}}}
| alias = ترکمنستان
| flag alias = Flag of Turkmenistan.svg
| size = {{{size|}}}
| name = {{{name|}}}
| altlink = {{{altlink|}}}
| variant = {{{variant|}}}
| flag alias-1991 = Flag of the Turkmen SSR.svg
| flag alias-1992 = Flag of Turkmenistan (1992–1997).svg
| flag alias-1997 = Flag of Turkmenistan (1997-2001).svg
| flag alias-naval = Flag of the Turkmenistan Naval Forces.svg
| link alias-naval = Turkmen Naval Forces
| flag alias-navy = Flag of the Turkmenistan Naval Forces.svg
| link alias-navy = Turkmen Naval Forces
| flag alias-army = Flag of the Turkmenistan Ground Forces.svg
| link alias-army = Turkmen Ground Forces
| flag alias-air force = Flag of the Turkmenistan Air Forces.svg
| link alias-air force = Turkmen Air Force
| link alias-military = Armed Forces of Turkmenistan
<noinclude>
| var1 = 1991
| var2 = 1992
| var3 = 1997
| redir1 = TKM
| related1 = Turkmen SSR
</noinclude>
}}
3890sqt9cenxg77wwnoqbl6zq9ki14f
کينډۍ:د هېواد مالومات کويټ
10
14228
352846
345861
2025-06-25T10:37:57Z
CommonsDelinker
161
Replacing Flag_of_Kuwait_(1915-1956).svg with [[File:Flag_of_Kuwait_(1915–1956).svg]] (by [[:c:User:CommonsDelinker|CommonsDelinker]] because: [[:c:COM:FR|File renamed]]: [[:c:COM:FR#FR6|Criterion 6]]).
352846
wikitext
text/x-wiki
{{ {{{1<noinclude>|country showdata</noinclude>}}}
| alias = کوېټ
| flag alias = Flag of Kuwait.svg
| flag alias-1915 = Flag of Kuwait (1915–1956).svg
| size = {{{size|}}}
| name = {{{name|}}}
| altlink = {{{altlink|}}}
| variant = {{{variant|}}}
<noinclude>
| var1 = 1915
| redir1 = KWT
| redir2 = KUW
</noinclude>
}}<noinclude>
</noinclude>
ofvxnrnyyck7x8wiitxxqhhooiqhph9
کينډۍ:د هېواد مالومات کويت
10
23245
352847
177764
2025-06-25T10:38:07Z
CommonsDelinker
161
Replacing Flag_of_Kuwait_(1915-1956).svg with [[File:Flag_of_Kuwait_(1915–1956).svg]] (by [[:c:User:CommonsDelinker|CommonsDelinker]] because: [[:c:COM:FR|File renamed]]: [[:c:COM:FR#FR6|Criterion 6]]).
352847
wikitext
text/x-wiki
{{ {{{1<noinclude>|country showdata</noinclude>}}}
| alias = کويت
| flag alias = Flag of Kuwait.svg
| flag alias-1915 = Flag of Kuwait (1915–1956).svg
| size = {{{size|}}}
| name = {{{name|}}}
| altlink = {{{altlink|}}}
| variant = {{{variant|}}}
<noinclude>
| var1 = 1915
| redir1 = KWT
| redir2 = KUW
</noinclude>
}}<noinclude>
[[sl:Predloga:Podatki države Kuvajt]]
</noinclude>
mufvcedv9dtunhmuh0eo4ms1wr3mqwz
د کارن خبرې اترې:Dhhdjrkjrjeiei38337
3
30755
352838
201296
2025-06-24T20:14:00Z
A09
26851
A09 پرته له دې چې يو مخ گرځونی پرېږدي له [[د کارن خبرې اترې:Belarus2578]] څخه [[د کارن خبرې اترې:Dhhdjrkjrjeiei38337]] ته مخ ولېږداوه: Automatically moved page while renaming the user "[[Special:CentralAuth/Belarus2578|Belarus2578]]" to "[[Special:CentralAuth/Dhhdjrkjrjeiei38337|Dhhdjrkjrjeiei38337]]"
201296
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Belarus2578}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:عثمان منصور انصاري|<font color="red">'''عثمان انصاري''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:عثمان منصور انصاري|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> 09:10, 21 مارچ 2017 (UTC)
sdju4artslmmqc429svvd9mlwyhypiq
عبدالاحد اخوندزاده (غریبک)
0
60880
352841
352052
2025-06-25T07:18:52Z
180.94.76.226
/* شغل */
352841
wikitext
text/x-wiki
عبدالاحد اخوندزاده چي په (غريبك) سره مشهوره وو د كندهار دزړې جامع پخوانی خطيب او امام او د خداي بخښلي عبدالخالق اخوندزاده زوي د مرحوم عبدالشكور اخوندزاده لمسئ د عبدالسلام اخوندزاده كړوسئ دشعيب اخوندزاده كوسئ او سليمان كودئ دئ .
== دغریبک ټبر ==
ارواښاد غریبک د پښتنو دكاكړانو له ټبره څخه د سران نيكه (سنځرنيكه ) د زوي((حمزه ))له او لادې څخه دی اوپه ژوندوني يې يو ورور د عبدالواسع اخوندزاده په نوم هم درلود چي ددې ورور په مل يې دوې مېرمني دده په ژوند كي وفات سويدي او يوه يې دده ترمړیني وروسته وفات سوېده. دغریبک په پنځلسو تنو اولادونو كي دحاجي عبدالحميد((غمجمن )) په نوم يوزوي او يوه لور پاته سویدي.
== استوګنه يې ==
نيكونو يې دحاجي مير ويس خان نيكه دپاڅون څخه څو كاله مخكي دلورلايي څخه لمړئ كلات او بيا كندهار ته د كورنيو ترپګنيو پراساس كوچ كړيدي او پر هغه ځای چي دوی استوګن سويدي دلته يې يو كلي او يو مسجد جوړ كړي چي وروسته دلوړ درشل احمدشاه بابا په دوره كي پر دې سيمه باندي دكندهار د احمد شاهي ( اشرف البلاد ) ښار څلورمه ناحيه واقع سوېده. غریبک اخوندزاده د څلرمي ناحيې د باميزو په لمړۍ كوڅه كي پخپل پلارني ټاټوبي كي چي دزړې جامع شمال ختيځ اړخ ته موقعيت لري په ( 1274 ) لمريز كال كښي زوكړی دی اوپه ( 1329 ) لمريز كال كي یې له فاني څخه سترګي پټي كړيدي او پخپله پلارنۍ هديره كي چي د كندهار ښار شمال پلو ته دكوټ بابا دكوڅې په ها خوا پرته ده او زوړ منار یې اوس (په ۱۴۰۱ل کال کي ) په څنګ کي دچپه کېدوپه حال کی ولاړدی خاوروته سپارل سوی دی .
== زده كړي يې ==
دا چي ددې كورنۍ پلرونه سلسله پر سلسله ديني عالمان تېر سويدي نو ددې كورنۍ دنورو غړو غوندي مر حوم (غريبك) هم له خپل پلار عبدالخالق اخوندزاده څخه په فقه ، صرف، نحوه ، حديث ، عقايد ، منطق ، او رياضي كي زده كړي ترلاسه کړي دي ، تر دې سر بېره يې دكتابتون له اثارو څخه څر ګندېږي چي نوموړي دستورو پېژندني ( علم النجوم ) او تصوفو سره هم علاقه درلودل او په تصوفو كي یې ديوخليفه غوندي دنده پر غاړه در لوده چي په دې اړخ كي يې ځيني موريدان هم په كمال رسولي دي ، په طريقو كښي يې دعالي نقشبنديې شريفي طريقه غوره اودخپلو كورنۍ دروحانيونو پليوني (پيروي) كړېده .
== شغل ==
عبدالاحد اخندزاده مرحوم د کندهار ښار د څلورمي ناحیې زړې جامع تر خطابت او امات سربیره د کتابونوښه صحاف وو، چي خپله ورځنی کفالت یې هم له همدې لاري کاوه ، د ذوق له اړخه یې د سیمي په سطحه د نايي مشقي قلم د خطاطۍ ساری نه درلود، پر سېاه مشق، ثلث، نسخ ، نستعلیق، دېواني، کوفي او اخباري خط برلاسی وو،
== سرچینې ==
کتاب : ایا غریبک پېژنی/ لیکوال / استاد نوراحمد قرآن مل دحاجي عبدالحمید کاکړ زوی اودعبدالاحد اخوندزاده لسمی
ktis1ywl23riqeskyhy0v3y2rvs0aia
له ننوتلو پرته سکس
0
78746
352843
350832
2025-06-25T09:06:29Z
119.59.82.199
352843
wikitext
text/x-wiki
'''[[پرتله چي د افغانستان د ولسي جرګې غړی دی پشتو|پرته]] له يوځای کېدو جنسي اړیکه''' یا '''د ننوتلو پرته سکس''' د [[جنسي اړيکې|جنسي اړيکو]] یو ډول دی چې معمولاً [[جنسي دخول]] پکې نه وي، په دې ډول اړيکه کې ننباسل نشته لکه څنګه چې په نورمالو اړيکو کې په واژن، مقعد يا [[د خولې سکس|خولې]] کې وي، يوازې د يو بل سره د اندامونو نښلول او لمسول پکې ترسره کېږي <ref name="Ross">{{کتابي سرچينه |url=https://archive.org/details/sexualhealthconc0000ross |title=Sexual Health Concerns: Interviewing and History Taking for Health Practitioners |publisher=[[University of Michigan]] |year=2000 |isbn=0-8036-0668-0 |page=[https://archive.org/details/sexualhealthconc0000ross/page/45 45] |url-access=registration |authors=Michael W. Ross, Lorna D. Channon-Little, B. R. Simon Rosser}}</ref> <ref name="Rosenthal">See [https://books.google.com/books?id=d58z5hgQ2gsC&pg=PT290 272] and [https://books.google.com/books?id=d58z5hgQ2gsC&pg=PT321 page 301] for two different definitions of outercourse (first of the pages for no-penetration definition; second of the pages for no-penile-penetration definition). {{کتابي سرچينه |last=Rosenthal |first=Martha |url=https://books.google.com/books?id=d58z5hgQ2gsC&printsec=frontcover |title=Human Sexuality: From Cells to Society, 1st ed |publisher=[[Cengage Learning]] |year=2012 |isbn=0-618-75571-3 |pages=576 pages |access-date=September 17, 2012}}</ref> <ref name="LaRosa">{{کتابي سرچينه |url=https://books.google.com/books?id=2X03PXd4JSoC&pg=PA91 |title=New Dimensions In Women's Health |publisher=[[Jones & Bartlett Learning]] |year=2009 |isbn=0-7637-6592-9 |page=91 |access-date=August 31, 2013 |authors=Judith LaRosa, Helaine Bader, Susan Garfield}}</ref>
[[دوتنه:Wiki-mam-intcs.png|بټنوک| د سينو په مېنځ کې د تناسلي آلې نښل]]
که څه هم دا ډول جنسي اړيکې د نورمالو جنسي اړيکو په څېر [[جنسي دخول|دخول او خروج]] نلري خو کله کله په دې ډول اړیکو کې ځينې سطحي ننوتنې هم ترسره کیږي د بېلګې په توګه په واژن کې د ګوتو ننباسل او ورته نور فعاليتونه.
==کړنلارې او ډولونه==
خلک په بېلابېلو دلايلو د جنسي دخول پرته جنسي اړيکې خوښوي او ترسره کوي يې، ځينې دليلونه يې په سکس کې د تنوع رامېنځته کول او ځينې وخت د سکس څخه ترمخه دا ډول کارونه د لا چمتوالي او ډېر خوند اخيستلو لپاره ترسره کېږي. جنسي شريکان د باکرګۍ د ساتنې لپاره هم دا کار کوي، زياتره هغه کسان چې د واده مخکې د مينې په اړيکه کې وي او نجلۍ نغواړي چې د بکارت پرده يې له لاسه ورکړي.
ځينې طريقې
===د بدنونو نښلول===
د بدنونو نښلول د جنسي خوند ترلاسه کولو لپاره يوه لاره ده چې دواړه جنسي شريکان يعنې نر او ښځه د يوبل سره خپل بدنونه نښلوي او لمسوي. په دې ډول حالت کې د ښځې تيان، شا، ملا، ورنونه، غاړه او نورې برخې د نر له خوا په تناسلي آلې يا په لاس سره لمسېږي او دواړه خواوې خوند اخلي. دا ډول کار په لوڅه توګه ترسره کېږي يعنې دواړه خواوې هیڅ کالي يا جامې په تن نلري او بدنونه سره نښلوي. دا ډول جنسي فعاليت د ځوانو هلکانو او نجونو ترمېنځ ترسره کېږي چې په انګرېزي کې په (body to body)/«بدن په بدن» مشهور دی چې د سکسي ماساژ په نوم هم پېژندل کېږي.
===دوه اړخیزه موټ وهل===
[[دوتنه:Geiger-masturbation-mutuelle.jpg|بټنوک| د پیټر جوهان لخوا د دوه اړخیزه موټ وهلو انځور، 1840]]
دوه اړخیزه [[استمناء|موټ وهل]] زياتره د دوه یا ډېرو کسانو له خوا په ډله ييزه توګه د تناسلي غړو هڅولو ته ويل کېږي. <ref>{{کتابي سرچينه |last=Fulbright |first=Yvonne K. |url=https://books.google.com/books?id=mPVEEWaKK1UC&pg=PA141 |title=The Better Sex Guide to Extraordinary Lovemaking |publisher=Quiver |year=2010 |isbn=978-1-59233-352-3 |page=141}}</ref> دا فعالیت معمولاً هغه وخت ترسره کېږي کله چې یو یا دواړه جنسي ملګري په فيزیکي یا ذهني توګه د جنسي اړیکو لپاره چمتو نه وي، مګر غواړي پرته له [[جنسي دخول]] څخه سکس وکړي.
په دې حالت کې معمولاً سړی پروت وي او ملګرې يې ترڅنګ ناسته وې د يوبل په جنسي غړو لاسونه وهي او هڅوي يې دا کار زياتره د غوړو او ځانګړو جنسي موادو په کارولو سره ترسره کېږي.
د موټ وهلو بېلابېل ډولونه شتون لري لکه د يوبل تناسلي غړي لمسول، د ښځې په واژن يا مقعد کې ګوتې ننباسل. د پښې په وسيله د اندامونو هڅول هم ښايي ترسره شي يعنې ښځه د خپلو پښو په مینځ کې د نارينه تناسلي غړی ونيسي يا نارينه د ښځې په واژن سربېره خپله پښه ونښلوي.
دا ډول دوه اړخيزه موټ وهل ښايي د حاملګۍ يا بکارت پردې د ساتنې په موخه هم ترسره شي. دوه اړخیزه موټ وهل د جنسي اړيکو په کورنۍ کې له خوندي اړيکو څخه ګڼل کیږي د دې ډول کار سره د هغو ناروغيو مخه نيول کېزي چې د جنسي اړيکو له امله يوبل ته انتقالېږي.
===د لېوالتیا جنسي اړيکې===
په نن زمانه کې په ډېرو پرمختلليو هېوادونو کې ځوانان يعنې نجونې او هلکان داسې يو دود لري چې لنډمهاله موقتي جنسي اړيکې د شوق او لېوالتیا له امله ترسره کوي، يعنې د مينې اړيکه نلري خو همداسې د خوند لپاره يوه شپه سره تېروي يا يوځای ټاکي، په داسې يوه حالت کې ښايي له دخول پرته هم جنسي فعاليتونه ترسره شي.
لېوالتیا سکس بېلابېلې ماناګانې او ډولونه لري، ځينې جنسي شريکان بشپړ سکس کوي خو ځينې يې يوازې کوچيني جنسي فعاليتونه کوي، خو پوره او بشپړ سکس ډېر عام او عادي دی او يوبل ډول دا دی چې ځوانې نجونې د امېندواري څخه د مخنيوي لپاره له نورو هلکانو سره دا ډول جنسي فعاليتونه ترسره کوي چې دخول پکې نه وي.
==روغتيايي ټکې==
که څه هم له دخول پرته جنسي اړيکو کې د ښځې واژن ته په مستقيمه توګه د مني اوبه يا مايعات نه انتقالېږي او دا ډول اړيکې د ننوتلو اړيکو په وړاندې ډېر کم خطرات لري؛ خو بياهم د ځينو وړو ټکو لپاره وېره شته د بېلګې په توګه د ځينو ناروغيو انتقال يا په ډېره کمه کچه امېندواري، په داسې حال کې چې نارينه د مني اوبه د ښځې په واژن سربېره تویې کړي وي.
هره بې ننوتلو اړيکه دا خطر لري چې ښځه امېندواره شي ځکه امکان لري چې د شا لخوا اوبه راتويې شي او واژن ته نږدې شي ورننوزي، همداراز په واژن سربېره يا ورته نږدې د مني تويېدل د دې لامل ګرځي چې ځينې واړه څاڅکي واژن ته ننوزي او ښځه بلاربه يا امېندواره شي<ref>{{کتابي سرچينه |last=Thomas |first=R. Murray |url=https://books.google.com/books?id=gM9EFgsJHyoC&pg=PA81 |title=Sex and the American teenager seeing through the myths and confronting the issues |publisher=[[Rowman & Littlefield|Rowman & Littlefield Education]] |year=2009 |isbn=978-1-60709-018-2 |location=Lanham, Md. |page=81}}</ref><ref>{{کتابي سرچينه |last=Edlin |first=Gordon |url=https://books.google.com/books?id=csGk6j5rlN0C&pg=PA213 |title=Health & Wellness |publisher=[[Jones & Bartlett Learning]] |year=2012 |isbn=978-1-4496-3647-0 |page=213}}</ref>
جنسي لېږدېدونکي ناروغۍ چې په غیر دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي د هغو څخه توپیر لري چې په دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي. هغه جنسي انتقالي ناروغۍ چې د ننوتلو پرته جنسي اړيکو کې انتقالېږي پر لاندې ډول دي:
* د Spotted fever وېروس: دا دا ناروغي د اخته کس له خوا ډېره اسانه بل کس ته لېږدول کېږي، کله چې اخته کس جنسي شريک په شونډو ښکل کړي يا په ویروس د اخته کس تناسلي غړی وڅټل شي وېروس انتقالېږي.
* تناسلي مرخيړي يا genital warts: دا ډول وېروس د جنسي غړو يعنې د نر تناسلي غړي او ښځې واژن د پوستونو نښلون له امله رامېنځته کېږي او د اخته کس لخوا په ډېرې آسانۍ جنسي شريک ته لېږدول کېږي.
* شانکرويېډ په جنسي غړو يو وړوکی زخم دی خو يو ویروس دی چې دا هم د پوستکو نښلون په حالت کې لېږدول کېږي.
* سیتومګالوویروس: د لوندوالي او رطوبت پر مهال لېږدول کېږي په ځانګړي ډول د وينو لوندوالی.
* د انساني پاپېلوما وېروس د پوستکو نښلون پرمهال بل کس ته لېږدول کېږي.
* اوبيز مرخيړی د عادي نږدېوالي په صورت کې بل کس ته لېږل کېږي لکه لاس ورکول يا د جامو سره نښلېدل.
* د شرمګا شپږه يا pubic lice: د پوستکي نښلون په حالت کې بل کس ته لېږدول کېږي.
*
* [[باو|سفلېس]]: د ښکلولو پرمهال لېږدول کېږي خو شونتيا يې ډېره کمه ياده شوې.
* ټریکومونیازېس: دا وېروس د مايعاتو يوځای کېدو پرمهال لېږدول کېږي يعنې د نر مني او د ښځې د واژن اوبه.
===په دخولي اړيکو کې انتقالي ناروغۍ===
په دخولي جنسي اړيکو کې د ناروغيو او وېروسونو د لېږدونې خطر ډېر دی ځکه چې د مايعاتو او اوبو ننوتل پکې شونی، هغه ناروغۍ چې په دخولي اړيکو کې لېږدول کېږي پر لاندې ډول دي <ref>Choices, N. H. S. (2013). Sex activities and risk-Live Well-NHS Choices. Men's health, 18, 39.</ref>
* [[کلاميډيا|کلیمیډیا]] دا ناروغي د مقعد يا واژن جنسي اړيکې پرمهال اسانه لېږدول کېږي خو په ډېر کم شمېر د خولې سکس له لارې هم لېږدول شوي
* [[سوزاک|ګونوریا]] د مقعد او واژن جنسي اړیکو پرمهال لېږدول کېږي او د خولې له لارې یې هم د لېږدونې خطر ډېر لوړ دی.
* [[تور زېړی|هیپاتیت بې]] د خولې سکس له لارې لېږدول کېږي.
ډیری خلک د HIV/AIDS وېروس د اخته کېدو خطر په اړه اندېښمن دي. په دې وېروس د اخته کېدو لوی لامل ناخوندي جنسي اړيکه ده يعنې د جنسي اړيکې پرمهال د کانډوم څخه کار نه اخيستل د دې لامل کېږي چې اخته کس دا وېروس جنسي ملګري ته ولېږدوي<ref name="Hales">{{کتابي سرچينه |last=Dianne Hales |url=https://books.google.com/books?id=oP91HVIMPRIC&pg=PA269 |title=An Invitation to Health Brief 2010-2011 |publisher=[[Cengage Learning]] |year=2008 |isbn=0-495-39192-1 |pages=269–271 |access-date=August 29, 2013}}</ref> په غير دخولي اړيکو يعنې غیږې، يا د سينو لمسولو په صورت کې د دې ناروغۍ د لېږدون خطر ډېر کم دی خو د رطوبت يا لوندتيا له امله يې د لېږدون خطر ډېر دی د بېلګې په توګه د مني اوبه يا د واژن وینې<ref name="Hales" />
==اړونده ليکنې==
* [[د خولې سکس]]
* [[جنسي دخول]]
* [[د لېوالتیا پرته سکس]]
==سرچينې==
g5r0q5aiq7pv3ve21kd4dxqmdeeotv4
پښتو ليکدود
0
80243
352839
352267
2025-06-25T05:49:04Z
Eshaq Azizi
22450
352839
wikitext
text/x-wiki
پښتو ژبه د اريايي ژبو له کورنۍ څخه يوه خپلواکه او تاريخي ژبه ده<ref>[https://www.dw.com/ps/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D8%AF-%D8%A2%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%98%D8%A8%D9%88-%DA%89%D9%8A%D8%B1%D9%87-%D8%B2%DA%93%D9%87-%D8%BA%DA%93%DB%90-%D8%AF%D9%87/a-6499604 Dw Pashto | پښتو يوه اريايي ژبه ده، پښتانه څوک دي؟]</ref> چې په افغانستان، پاکستان او شاوخوا هيوادونو کې په ميليونونه ويونکي لري. يوه ډېره مهمه ځانګړتيا چې دا ژبه يې لري؛ ادبي بډاينه ده. د نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې زياتره لغاتونه د خپل ځان دي. د بېلګې په توګه؛ په پاړسي ژبې کې د عربي او هندي ژبو لغاتونه دومره ډېر دي چې سړی شک کوي او فکر کوي چې دا يوه مصنوعي ژبه ده، خو پښتو ژبه تر ډېره په خپل ځان کې بډايه ده خو پر دې هرڅه سربېره ځينې ستونزې هم شته چې که هوارې شي دې ژبې ته به لازيات نوښت ورته برخه کړي.
==معياري ليکدود==
پښتو ژبه په دولتي کچه دا مهال يو ليکدود لري چې په رسنیو او د افغانستان د پوهنې وزارت او ټولو اړوندو برخو کې کارېږي<ref>[https://moe.gov.af/index.php/ps/%D8%AF-%D9%86%D8%B5%D8%A7%D8%A8-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87 د پوهنې وزارت | د نصاب تعليمي کتابونه] </ref><ref>[https://tveta.gov.af/index.php/ps/%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87 د افغانستان د تخنيکي او مسلکي چارو اداره | کتابونه] </ref>.
پښتو ژبه له لومړيو څخه تر دې دمه د افغانستان ملي او دولتي ژبه ده چې د تاريخ په ځينو وختونو کې دري ژبه هم ورسره وه خو په ځينو وختونو کې يوازې پښتو رسمي وه. خو په ځينو وختونو کې شړل شوې هم ده چې د لنډې مودې وروسته بېرته راګرځېدلې.
===ښوونيز نصاب===
د افغانستان د زدهکړو نصابي کتابونه چې د پوهنې وزارت يې د چاپ او توزیع مسوليت پر غاړه لري پر دوو ژبو کتابونه چاپوي، يوه يې پښتو او بله دري. د پښتو ژبې کتابونه د پښتنو او د دري ژبې کتابونه د دري ژبې ويونکو سيمو ښوونځيو ته ځي. د پښتو ښوونځيو کتابونه ټول پښتو دي له څلورم وروسته يوازې يو دري کتاب پيلېږي او په دري ښوونځيو کې له څلورم وروسته يو پښتو کتاب پيلېږي.
د پوهنې وزارت له وينا هرکال د پښتو ژبې کتابونه له دري کتابونو څخه څو برابره ډېر چاپېږي ځکه چې د افغانستان زياتره ولايتونه پښتون مېشت دي نو ځکه کتابونه یې ډېر اندازه دي. خو د دري ویونکو سيمو کې د پښتنو لپاره په خپلې ژبې و زده کړو ته نه لاسرسی هم يوه له لویو ستونزو څخه ده.
د لوړو زدکړو يانې پوهنتونونو په برخه کې هم ورته سيسټم شتون لري؛ ځينې پوهنتونونه په بشپړه توګه پښتو او ځينې يې ګډوډ وي، خو تر ډېره بريده د هرې ژبې پوهنځۍ سره بېلې وي.
==ستونزې==
پښتو ژبه له عربي ليکدود څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له اړخه کله چې يوه کليمه يا توری د بلې ژبې څخه بلې ژبې ته لاړ شي هغه کليمه په اصل کې د هغې ژبې شوه خو پر دې سربېره د عربي ليکدود پښتو ژبې ته ځينې اساسي ستونزې پېښې کړي چې پر لاندې ډول دي:
<big>'''1- له عربي سره د پښتو ډېر لېرې واټن:'''</big>
پښتو ژبه د ګرامر له اړخه پر عربي ژبې ولاړه نه ده او تقريباً ټول لغاتونه يې خپل دي، په دې ژبه کې که هر عربي لغات په تېروتنه کې هم وليدل شي نو یو پښتو لغات له مخکې خامخا ورته شتون لري. د عربي ژبې سره د پښتو ډېر لېرې واټن همدا د ادبياتو له اړخه دی. د بېلګې په توګه؛ پاړسي ژبه چې تقريباً 80% ځاني لغاتونه يې له عربي ژبې څخه رااخيستل شوي له دې ليکدود څخه یې بېلېدل ناشونې ده يانې د پاړسي ويونکي نشي کولای چې د خپلې ژبې ليکدود له عربي څخه انګرېزي ته بدل کړي خو پښتو ژبه نه يوازې دا چې امکان بلکې تر ډېره اړتیا لري چې ليکدود يې له عربي څخه خپلواک شي او لاتیني ته واوړي هلته د ځينو تورو لپاره ځانګړي فونيمونه جوړ شي. او یا که لاتيني نشي د عربي ژبې هغه لس تورې چې په پښتو کې هېڅ کارېدنه نه لري يوازې د پښتو ابېڅې ته بار دي له دې ژبې وشړل شي لکه د: <big>ف، ق، ط، ص، ض، ظ، ث، ذ، ح، ع</big> تورې چې په پښتو ژبه کې هېڅ ډول تلفظونه نه لري خو په فېزيکي بڼه شتون لري.
<big>'''2- د کليمو په مېنځ کې د عربي ژبې حرکتونه پرته له دې چې شتون ولري:'''</big>
د پښتو په ځینو هغو لغاتونو کې چې له عربي څخه رااخيستل شوي د عربي ژبې حرکتونو (زور، زېر، پېښ) ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې پښتو له سره د حرکتونو ژبه نه ده. د بېلګې په ډول: په عربي ژبه کې د «اصطلاح» کليمه که پښتو کې يې ليکو بايد په ايستيلا يې وليکو، خو په عربي کې د ي حرکتونه په (زور او زېر) ويل کېږي او دغه حرکتونه پټېږي.
که چېرې د عربي ژبې له لغاتونو څخه په پښتو کې کار اخيستل کېږي نو اړتيا ده چې د دې ژبې حرکتونه هم پښتو ته راواړول شي خو په اصل کې پښتو ژبه د حرکتونو ژبه نه ده او په هغه حالت کې به ستونزه نوره هم ډېره شي. نو د دې لپاره ځينې څېړونکي په دې اند دي چې لاتيني ليکدود چې هر توری يې سره بېل بېل دی، د عربي په څېر د توريو ګډېدو سيسټم نه لري، د پښتو ليکدود لپاره به تر ډېره ستونزې حل کړي. د بېلګې په توګه: د "ژوند" لغات, د «و» وروسته يوه زورکي ته اړتيا ده، نو په لاتيني به Zhwand وليکل شي، همداراز ټول هغه لغاتونه چې زورکي يا پېښ ته اړتيا ولري په دې ډول به ورته تورې وټاکل شي.
==د نوښت اړتيا==
د نړۍ ټولې ژوندۍ ژبې د وخت په تېرېدو نوښت او بدلون ته اړتيا لري، په ټولنه کې د نورو ژبو لغاتونه عامېدل يا د نورو ژبو لپاره اسانه لغاتونو موندلو سره ژبه نوښت مومي، دا کار د هرې ژبې علمي او دولتي بنسټ پورې اړه لري. د پښتو ليکدود چې ډېره موده يې د نوښت لپاره کار نه دی شوی تر هر وخت ډېر نوښت ته اړتيا لري، د دې ژبې څېړونکي او ليکوالان په دې اند دي چې پښتو ژبه دا مهال ځينو اساسي بدلونونو ته اړتيا لري.
د نوي ټيکنالوژۍ په راتګ سره د دې ژبې ليکدود له عربي څخه لاتين ته اړول به په کمپيوټري او ليکنيزه برخه کې دا ژبه په يوې موډرنې او ټيکنالوژيکې ژبې بدله کړي. د لاتيني ابېڅې تورې چې د عربي پرخلاف سره بېل-بېل ليکل کېږي، په هره برخه کې ډېرې اسانتياوې رامېنځته کوي او دا ژبه د نړۍ له پرمختلليو ژبو سره نښلوي. لاتيني ليکدود ته د دې ژبې اړول ځکه ځينې خنډونه لري چې پښتانه تر ډېره له عربي څخه پرېکون نه غواړي، خو په هر حال؛ وخت او اړتيا ته په کتو دې برخې ته حکومتي او دولتي پاملرنه اړينه ده.
==سرچينې==
lkv1wrinhsepiw3b6jtbin91zf56dh1
352840
352839
2025-06-25T05:49:28Z
Eshaq Azizi
22450
352840
wikitext
text/x-wiki
پښتو ژبه د اريايي ژبو له کورنۍ څخه يوه خپلواکه او تاريخي ژبه ده<ref>[https://www.dw.com/ps/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D8%AF-%D8%A2%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%98%D8%A8%D9%88-%DA%89%D9%8A%D8%B1%D9%87-%D8%B2%DA%93%D9%87-%D8%BA%DA%93%DB%90-%D8%AF%D9%87/a-6499604 Dw Pashto | پښتو يوه اريايي ژبه ده، پښتانه څوک دي؟]</ref> چې په افغانستان، پاکستان او شاوخوا هيوادونو کې په ميليونونه ويونکي لري. يوه ډېره مهمه ځانګړتيا چې دا ژبه يې لري؛ ادبي بډاينه ده. د نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې زياتره لغاتونه د خپل ځان دي. د بېلګې په توګه؛ په پاړسي ژبې کې د عربي او هندي ژبو لغاتونه دومره ډېر دي چې سړی شک کوي او فکر کوي چې دا يوه مصنوعي ژبه ده، خو پښتو ژبه تر ډېره په خپل ځان کې بډايه ده خو پر دې هرڅه سربېره ځينې ستونزې هم شته چې که هوارې شي دې ژبې ته به لازيات نوښت ورپه برخه کړي.
==معياري ليکدود==
پښتو ژبه په دولتي کچه دا مهال يو ليکدود لري چې په رسنیو او د افغانستان د پوهنې وزارت او ټولو اړوندو برخو کې کارېږي<ref>[https://moe.gov.af/index.php/ps/%D8%AF-%D9%86%D8%B5%D8%A7%D8%A8-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87 د پوهنې وزارت | د نصاب تعليمي کتابونه] </ref><ref>[https://tveta.gov.af/index.php/ps/%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87 د افغانستان د تخنيکي او مسلکي چارو اداره | کتابونه] </ref>.
پښتو ژبه له لومړيو څخه تر دې دمه د افغانستان ملي او دولتي ژبه ده چې د تاريخ په ځينو وختونو کې دري ژبه هم ورسره وه خو په ځينو وختونو کې يوازې پښتو رسمي وه. خو په ځينو وختونو کې شړل شوې هم ده چې د لنډې مودې وروسته بېرته راګرځېدلې.
===ښوونيز نصاب===
د افغانستان د زدهکړو نصابي کتابونه چې د پوهنې وزارت يې د چاپ او توزیع مسوليت پر غاړه لري پر دوو ژبو کتابونه چاپوي، يوه يې پښتو او بله دري. د پښتو ژبې کتابونه د پښتنو او د دري ژبې کتابونه د دري ژبې ويونکو سيمو ښوونځيو ته ځي. د پښتو ښوونځيو کتابونه ټول پښتو دي له څلورم وروسته يوازې يو دري کتاب پيلېږي او په دري ښوونځيو کې له څلورم وروسته يو پښتو کتاب پيلېږي.
د پوهنې وزارت له وينا هرکال د پښتو ژبې کتابونه له دري کتابونو څخه څو برابره ډېر چاپېږي ځکه چې د افغانستان زياتره ولايتونه پښتون مېشت دي نو ځکه کتابونه یې ډېر اندازه دي. خو د دري ویونکو سيمو کې د پښتنو لپاره په خپلې ژبې و زده کړو ته نه لاسرسی هم يوه له لویو ستونزو څخه ده.
د لوړو زدکړو يانې پوهنتونونو په برخه کې هم ورته سيسټم شتون لري؛ ځينې پوهنتونونه په بشپړه توګه پښتو او ځينې يې ګډوډ وي، خو تر ډېره بريده د هرې ژبې پوهنځۍ سره بېلې وي.
==ستونزې==
پښتو ژبه له عربي ليکدود څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له اړخه کله چې يوه کليمه يا توری د بلې ژبې څخه بلې ژبې ته لاړ شي هغه کليمه په اصل کې د هغې ژبې شوه خو پر دې سربېره د عربي ليکدود پښتو ژبې ته ځينې اساسي ستونزې پېښې کړي چې پر لاندې ډول دي:
<big>'''1- له عربي سره د پښتو ډېر لېرې واټن:'''</big>
پښتو ژبه د ګرامر له اړخه پر عربي ژبې ولاړه نه ده او تقريباً ټول لغاتونه يې خپل دي، په دې ژبه کې که هر عربي لغات په تېروتنه کې هم وليدل شي نو یو پښتو لغات له مخکې خامخا ورته شتون لري. د عربي ژبې سره د پښتو ډېر لېرې واټن همدا د ادبياتو له اړخه دی. د بېلګې په توګه؛ پاړسي ژبه چې تقريباً 80% ځاني لغاتونه يې له عربي ژبې څخه رااخيستل شوي له دې ليکدود څخه یې بېلېدل ناشونې ده يانې د پاړسي ويونکي نشي کولای چې د خپلې ژبې ليکدود له عربي څخه انګرېزي ته بدل کړي خو پښتو ژبه نه يوازې دا چې امکان بلکې تر ډېره اړتیا لري چې ليکدود يې له عربي څخه خپلواک شي او لاتیني ته واوړي هلته د ځينو تورو لپاره ځانګړي فونيمونه جوړ شي. او یا که لاتيني نشي د عربي ژبې هغه لس تورې چې په پښتو کې هېڅ کارېدنه نه لري يوازې د پښتو ابېڅې ته بار دي له دې ژبې وشړل شي لکه د: <big>ف، ق، ط، ص، ض، ظ، ث، ذ، ح، ع</big> تورې چې په پښتو ژبه کې هېڅ ډول تلفظونه نه لري خو په فېزيکي بڼه شتون لري.
<big>'''2- د کليمو په مېنځ کې د عربي ژبې حرکتونه پرته له دې چې شتون ولري:'''</big>
د پښتو په ځینو هغو لغاتونو کې چې له عربي څخه رااخيستل شوي د عربي ژبې حرکتونو (زور، زېر، پېښ) ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې پښتو له سره د حرکتونو ژبه نه ده. د بېلګې په ډول: په عربي ژبه کې د «اصطلاح» کليمه که پښتو کې يې ليکو بايد په ايستيلا يې وليکو، خو په عربي کې د ي حرکتونه په (زور او زېر) ويل کېږي او دغه حرکتونه پټېږي.
که چېرې د عربي ژبې له لغاتونو څخه په پښتو کې کار اخيستل کېږي نو اړتيا ده چې د دې ژبې حرکتونه هم پښتو ته راواړول شي خو په اصل کې پښتو ژبه د حرکتونو ژبه نه ده او په هغه حالت کې به ستونزه نوره هم ډېره شي. نو د دې لپاره ځينې څېړونکي په دې اند دي چې لاتيني ليکدود چې هر توری يې سره بېل بېل دی، د عربي په څېر د توريو ګډېدو سيسټم نه لري، د پښتو ليکدود لپاره به تر ډېره ستونزې حل کړي. د بېلګې په توګه: د "ژوند" لغات, د «و» وروسته يوه زورکي ته اړتيا ده، نو په لاتيني به Zhwand وليکل شي، همداراز ټول هغه لغاتونه چې زورکي يا پېښ ته اړتيا ولري په دې ډول به ورته تورې وټاکل شي.
==د نوښت اړتيا==
د نړۍ ټولې ژوندۍ ژبې د وخت په تېرېدو نوښت او بدلون ته اړتيا لري، په ټولنه کې د نورو ژبو لغاتونه عامېدل يا د نورو ژبو لپاره اسانه لغاتونو موندلو سره ژبه نوښت مومي، دا کار د هرې ژبې علمي او دولتي بنسټ پورې اړه لري. د پښتو ليکدود چې ډېره موده يې د نوښت لپاره کار نه دی شوی تر هر وخت ډېر نوښت ته اړتيا لري، د دې ژبې څېړونکي او ليکوالان په دې اند دي چې پښتو ژبه دا مهال ځينو اساسي بدلونونو ته اړتيا لري.
د نوي ټيکنالوژۍ په راتګ سره د دې ژبې ليکدود له عربي څخه لاتين ته اړول به په کمپيوټري او ليکنيزه برخه کې دا ژبه په يوې موډرنې او ټيکنالوژيکې ژبې بدله کړي. د لاتيني ابېڅې تورې چې د عربي پرخلاف سره بېل-بېل ليکل کېږي، په هره برخه کې ډېرې اسانتياوې رامېنځته کوي او دا ژبه د نړۍ له پرمختلليو ژبو سره نښلوي. لاتيني ليکدود ته د دې ژبې اړول ځکه ځينې خنډونه لري چې پښتانه تر ډېره له عربي څخه پرېکون نه غواړي، خو په هر حال؛ وخت او اړتيا ته په کتو دې برخې ته حکومتي او دولتي پاملرنه اړينه ده.
==سرچينې==
m89r8kwd1dvewmy42h97xcdx87npc2y
د ایران او عراق په جګړه کي د اسراییلو نقش
0
80466
352835
346875
2025-06-24T17:26:15Z
CommonsDelinker
161
Replacing Iran-israel_relation.png with [[File:Iran_and_Israel_(including_West_Bank_and_Gaza).png]] (by [[:c:User:CommonsDelinker|CommonsDelinker]] because: [[:c:COM:FR|File renamed]]: CRIT 3).
352835
wikitext
text/x-wiki
[[دوتنه:Iran and Israel (including West Bank and Gaza).png|بټنوک| اسراییل (نارنج) د ایران-عراق جګړې پرمهال ایران ته د وسلو یو مهم پټ عرضه کونکی و.]]
د ایران او عراق د جګړې له پیل سره، اسراییل د عراق سره په جګړه کې د ایران سره د مرستې مشري په غاړه واخیسته [1] او د اسلامي جمهوریت د نوي حکومت د قوي اسراییلو ضد شعارونو سره سره، ایران او اسراییل غیر رسمي مګر پټې اړیکې ساتلې. له یو بل سره. [2] [3] له ایران سره د اسراییلو په ملاتړ کې د عراقي تاسیساتو په برید سره مستقیم نظامي مداخله، ایران ته په لویه کچه د وسلو پلور، د امریکایي وسلو د اخیستلو منځګړیتوب، په نړیوالو بازارونو کې د ایران د تیلو رسول او استخباراتي ملاتړ شامل دي .
د ایران سره د اسراییلو ملاتړ د " پریفیري نظریې " زیږیدلی و، لکه څنګه چې د 1982 په می کې، [[اېريل شارون|ایریل شارون]] ، د ایران - عراق جګړې په پیل کې د اسراییلو دفاع وزیر وویل چې د ایران د ملاتړ لامل "د دوستۍ کړکۍ ساتل دي. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې خلاصې شوې او د جګړې په وروستیو کلونو کې د دفاع وزیر یتزاک رابین د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر په میاشت کې وویل، "ایران د اسراییلو تر ټولو ښه ملګری دی ځکه چې د خمیني رژیم د تل لپاره نه شي پاتې کیدای." په <ref>''Treacherous Alliance''. Trita Parsi. 2007. Yale University Press. {{ISBN|978-0-300-12057-8|en}} p.127</ref> کې، اسراییلو وویل چې د دې اړیکو لپاره د دوی هیواد هدف [[د ایران اسلامي جمهوري حکومت|د اسلامي جمهوري نظام]] ملاتړ نه دی، بلکې د ایران سره د صدام رژیم (د ایران او اسراییلو ګډ دښمن) سره د مقابلې لپاره [[د ایران او عراق جګړه|د ایران]] سره مرسته کول دي. [[د ایران او عراق جګړه|- د عراق جګړه]] . <ref>«[Sharon] explained that Israel wished Iran to win against Iraq, which is an Arab enemy state.»{{سر د کرښې}}<br />''The Israeli Connection: Whom Israel Arms and why.'' Benjamin Beit-Hallahmi. I.B.Tauris, 1988. {{ISBN|1-85043-069-1|en}} pp.13</ref> د میناچیم بیګین د حکومت په وینا، عراق له [[مصر]] وروسته د اسراییلو تر ټولو پیاوړی دښمن و. له بلې خوا، اسراییل [[صدام حسین|د صدام د]] سقوط مخالفت نه کوي. د شارون نظریه دا وه چې اسراییل به د د ایران لپاره د اسراییلو ملاتړ د«په شاوخوا کې د » نظریې څخه زیږیدلی، لکه څنګه چې د 1982 په می کې، د ایران-عراق د جګړې په پیل کې د اسراییلو د دفاع وزیر ایریل شارون وویل چې د ایران د ملاتړ لامل د دوستانه اړیکو کړکۍ ساتل دي. دواړه هیوادونه خلاص دي [6] او د جګړې په وروستیو کلونو کې د دفاع وزیر یتزاک رابین د 1987 په اکتوبر کې، هغه وویل چې «ایران د اسراییلو ترټولو ښه ملګری دی ځکه چې د خمیني رژیم به د تل لپاره پاتې نشي. »۷] په راتلونکو کلونو کې اسراییلو وویل چې په دې اړیکو کې د دوی د هیواد هدف د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ نه دی، بلکې له ایران سره مرسته کول دي چې د صدام د رژیم (د ایران او اسراییلو ګډ دښمن) سره مقابله وکړي ترڅو توازن رامنځته کړي. د ایران او عراق جګړه. [8] [9] د میناچیم بیګین د حکومت په وینا، عراق له مصر وروسته د اسراییلو ترټولو پیاوړی دښمن و. له بلې خوا، اسراییل د صدام د سقوط مخالفت ونه کړ. [10] [11] د شارون نظریه دا وه چې اسراییل به د ځینو معتدل ایراني پوځي جنرالانو تر مینځ نفوذ ترلاسه کړي ځکه چې دوی به د دې «madmen» مخه ونیسي. [12] د اسلامي جمهوریت چارواکو په ښکاره ډول له اسراییلو څخه د وسلو اخیستل تصویب کړي، خو دوی ویلي دي چې دوی د مکفارلین د رسوایۍ پر مهال د امریکايي وسلو په اړه د اسراییلو اصل نه پوهیږي.
== پر ایران د وسلو پلورل ==
په تل ابیب کې د امریکا سفیر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه راپور کې ویلي، د ایران او عراق د جګړې پر مهال اسرائیلو په وار وار له ایران څخه د وسلو د اخیستلو غوښتنه کړې ده. [۱۵] اسرائیلو دغو ډېرو غوښتنو ته ځواب ووایه او پر ایران یې وسلې وپلورلې. [4] یو له هغو اسنادو څخه چې دا تاییدوي د «Nahum Manbar» په نوم د اسراییلو ادعا ده چې ویلي یې دي د ایران او عراق د جګړې پر مهال یې د پولنډي شرکتونو له لارې پر ایران وسلې پلورلې. هغه وروسته د اسراییلو د حکومت لخوا په ایران باندې د دې تجهیزاتو د پلورلو په جرم مجرم وپیژندل شو او په محکمه کې محکوم شو.
د ۱۹۸۱ کال د جولای په ۱۸ نیټه، د ۱۹۸۱ کال د جولای د ۲۷ نیټې سره سمون خوري، د ارجنټاین د ریوپلاټین شرکت یوه کاناډایۍ ۴۴ ټرانسپورټي الوتکه د شوروي سوخوی-۱۵ لخوا د ارمنستان په خاوره کې وویشتل شوه. د الوتکې درې عمله غړي او د وسلو یو پلورونکی ووژل شول، او د سوخوی پیلوټ د پراشوټ سره ښکته شو. وروسته معلومه شوه چې الوتکه له اسرائیلو څخه ایران ته وسلې لېږدوي. د سکاټلینډ سټوارټ ایلن مک کیفرټي او د سویس انډریاس جیني له تل ابیب څخه تهران ته د 360 ټنو (360,000 کیلو ګرامه؛ 79,000 پونډه) امریکایی ټانک فالتو پرزو او مهماتو لیږدولو لپاره ګمارل شوي. مک کیفرټي په متحده ایالاتو کې له څو چارټر هوایی شرکتونو سره اړیکه ونیوله او دوی ته یې د 175,000 ډالرو وړاندیز وکړ چې له اسراییلو څخه ایران ته په 15 الوتنو کې "مخدره توکي" الوتنې وکړي ، مګر هیڅ یو یې علاقه نه درلوده. د 1981 په جون کې، مک کیفرټي بیونس آیرس ته سفر وکړ، چیرته چې هغه د ټرانسپورټ ایریو ریوپلاټینس قانع کړ چې د دوی د CL-44 کارګو الوتکو څخه یوه کرایه کړي.
د اسراییلو د وسلو پلورونکي یاکو نیمرودي د ایران له دفاع وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر ایران د لانس توغندیو او هاک توغندیو په ګډون د ۱۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توغندي وپلورل شول. [21] [22] د 1982 په مارچ کې، نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې وښودله چې اسراییل په تیرو 18 میاشتو کې له 100 ملیون ډالرو څخه ډیرې وسلې په ایران پلورلې دي. د میلان پینوراما ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړي چې په کې اسراییلو د ایران اسلامي جمهوریت ته ۴۵۰۰۰ اوزي ماشینګڼې، د ټانک ضد توغندي، هویتزر او د الوتکو پرزې پلورلې دي. د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۱۹۸۲ کال د لبنان په جګړه کې د فلسطین د ازادۍ له سازمان څخه د اسراییلو له خوا نیول شوې ډېرې وسلې له تهران څخه راغلې وې. <ref name="Scott, Peter Dale 1987, p. 169-174">Scott, Peter Dale, The Iran-Contra Connection: Secret Teams and Covert Operations in Reagan Era, 1987, South End Press, p. 169-174</ref>
د جان بلوچ د لیکنې له مخې، په ۱۹۸۳ کال کې اسرایلو پر ایران له سلو میلیونو ډالرو ډېرې وسلې پلورلې. د اسراييلو له خوا ايران ته د لېږل شويو وسلو اندازه دومره زياته وه چې په [[قبرس]] کې د دې کار لپاره ځانګړی دفتر جوړ شو. د دې سوداګرۍ یو مهم دلال د سعودي سوداګر [[عدنان خاشقجي]] و. په دې سوداګرۍ کې د ایران منځګړی منوچهر غوربنفار و. په ۱۹۸۱ کال کې د قبرس په اونیزه کې یوه مقاله خپره شوې وه چې پکې ښودل شوې وه چې د لارناکا هوايي ډګر ایران ته د وسلو د لېږد لپاره کارول کېږي. د ۱۹۸۲ کال د مارچ په ۱۸مه په نیویارک ټایمز کې یوه بله مقاله خپره شوه چې په کې اسراییلي چارواکو تایید کړه چې دوی پر ایران وسلې پلوري. تریتا پارسي (د نایک سازمان مشرې) د «خیانت اتحاد» په نوم کتاب کې د ایرانیانو ( حسن روحاني ، منوچهر غوربنيفر (د وسلو پلورونکي)) او اسراییلي چارواکو ترمنځ د لیدنې په تاییدولو کې لیکلي چې د اسراییلو په [[منځګړتوب|منځګړیتوب]] ایرانیان د تاو ټانک ضد توغندی له امریکایانو اخیستی دی.
په ۱۹۸۲ کال کې [[امریکا متحده ايالات|امریکا]] ته د خپل سفر پر مهال د اسرائیلو لومړي وزیر [[اېريل شارون|ایریل شارون]] پر ایران د وسلو پلور منظور کړ. شارون په ۱۹۸۳ کال کې په [[پاریس]] کې په یوه [[خبري غونډه|خبري کنفرانس]] کې وویل چې اسراییل د [[امریکا متحده ايالات|امریکا]] په منظورۍ پر ایران وسلې پلوري. په امریکا کې د اسرائیلو سفیر موشی ایرنس په ۱۹۸۲ کال کې ویلي و چې پر اسلامي جمهوریت د اسرائیلو د وسلو پلور د امریکا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په منظورۍ ترسره کېږي.
په ۱۹۸۳ کال کې یوې فرانسوۍ ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړل چې ښيي اسراییل د ۱۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پر ایران پلورلې دي. په 1986 کې، نیویارک ټایمز یوه بله مقاله خپره کړه چې پکې ښودل شوي چې اسراییل د یو ملیارد ډالرو په معامله کې ایران ته د ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي پلورلي دي.
ترلاسه شوي اسناد او شواهد په ډاګه کوي چې پر ایران د دغو وسلو پلور د امریکایانو په اجازه او تایید سره شوی و. د بېلګې په توګه، یوازې په یوه قضیه کې، [[رونالډ ریګن|د رونالډ ریګن]] په اداره کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو لومړی وزیر الکساندر هیګ ، د اسراییلو حکومت ته د جنګي پرزو د پلور اجازه ورکړه. د جګړې له پیله د بیت المقدس د عملیاتو تر پایه اسرائیلو پر ایران د ۲۷ میلیونو ډالرو پوځي تجهیزات پلورلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند [[دین فیشر|ډین فشر]] دغه خبر تایید کړ او ټینګار یې وکړ چې اسراییل باید په جګړه کې بې طرفي وګڼي. هغه ومنله چې د هغه حکومت په وار وار خپل اعتراض د اسراییلو د دفاع وزیر [[اېريل شارون|ایریل شارون]] ته رسولی دی. ځینو سرچینو ایران ته د اسراییلو د وسلو د پلور اندازه تر ۲،۵ میلیارد ډالرو پورې اټکل کړې ده. ځینې نور اټکل کوي چې د اسراییلو لخوا ایران ته د کال 500 ملیون ډالرو وسلې پلورل کیږي. دا اندازه په ۱۹۸۱ کال کې ۱۳۶ میلیونه ډالره او په ۱۹۸۳ کال کې ۲۱ میلیونه ډالره اټکل شوې وه، چې اسراییلو ته د ایران د تېلو په پلورلو او [[رونالډ ریګن|د رونالډ ریګن]] په خبرتیا سره اخیستل شوې وې. ځینې سرچینې په ډاګه کوي چې ایران د جګړې له پیل څخه وروسته تر ۸۰٪ پورې د اړتیا وړ وسلې له اسرائیلو اخیستي دي.
په ټوله جګړه کې او له هغه وروسته ایران له اسرائیلو څخه د وسلو او نورو پیرودل په کلکه رد کړل، نو [[روح الله خميني|سید روح الله خمیني]] د ۱۹۸۱ کال د اګسټ په ۲۴ مه په یوه وینا کې پر دغو خبرونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ دوی په خلکو کې دننه نه ګڼو. "موږ دا نه کوو" او دا مواد یې د "انقلاب ضد" ادعاګانې وبللې. یوه پخواني اسراییلي چارواکي چې د دې پروګرام مشري یې کوله نیویارک ټایمز ته وویل: «موږ په پټه ایران ته امریکايي وسلې استولې. موږ هغه کښتۍ ثبت کړې وې چې وسلې پکې وې چې د ایلات له بندر څخه د [[ډېنمارک|ډنمارک]] یا [[لیبریا|لایبریا]] [[بندر عباس]] ته روانې وې.
[[دوتنه:TOW_fired_from_Jeep.jpg|بټنوک| د تاو د ټانک ضد توغندي یوه نمونه چې پر ایران پلورل شوې وه.]]
په دې موده کې په ایران باندې ځینې وسلې پلورل شوې وې:
* 2008، د تاو توغندیو شمیر چې د McFarlane پیښې کې ترلاسه شوي.
* د مکفارلین په پیښه کې 260 هاک توغندي
* د فینټم F-4 اضافي ټایرونو 250 ټوټې
* 365 ټنه M-60 ټانک پرزې او مهمات {{سرچینه|نیاز به ارجاع دقیقتر}}
* د ۱۹۸۱ کال په مارچ او اپریل کې [[اېف-۱۴|F-14]] پرزې او په ۱۹۸۳ کال کې د ۱۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یو شمیر لانس له سطحې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي او توپخانې تجهیزات
* د مک فارلین په قضیه کې 300 M-9 Sidewinder توغندي
* او تر 4000 ډیر نور ډوله توغندي
د جګړې پر مهال او له هغه وروسته پر ایران د اسراییلي وسلو د پلور په اړه نور راپورونه هم خپاره شول. اسراییل د بیلا بیلو بندرونو لکه [[هامبورګ]] ، [[بانکوک|بنکاک]] ، نیتانیا ، [[امسټرډام|امستردام]] او د [[بېلجیم|بلجیم]] د بندرونو له لارې ایران ته د پوځي بار وړونکو کښتیو لکه [[الوتکه|د الوتکو]] پرزې، [[شوبله|ټانکونه]] او د پرسونل بار وړونکي بیړۍ لیږلې.
[[وېشنيزه:Pages with unreviewed translations]]
7ssgc0ob4gnp56c374f59afxbo8crll
د کارن خبرې اترې:Microko
3
83783
352834
2025-06-24T14:06:39Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
352834
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Microko}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۴:۰۶, ۲۴ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
p34dwi1veeoqc6tsgf8j7ruetwez58n
د کارن خبرې اترې:Vladlen Sokolenko
3
83784
352836
2025-06-24T17:55:41Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
352836
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Vladlen Sokolenko}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۷:۵۵, ۲۴ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
cg3n73wk5rw5f63am3o0du8x7ej1zi0
د کارن خبرې اترې:Noorahmadhameedi
3
83785
352842
2025-06-25T09:00:29Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
352842
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Noorahmadhameedi}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۰۹:۰۰, ۲۵ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
dkntnknrer0x165thlenbdk5wxvvlyk
خبرې اترې:عبدالاحد اخوندزاده (غریبک)
1
83786
352844
2025-06-25T09:08:26Z
Noorahmadhameedi
36575
/* د غریبک کتابتون زاړه مواد په تحلیلي مقالو کي : */ نوې برخه
352844
wikitext
text/x-wiki
== د غریبک کتابتون زاړه مواد په تحلیلي مقالو کي : ==
دغريبك كندهاري كتابخانه او دواصل روښاني ددېوان منتخبات ليكوال ارواښاد پوهاند عبدالشكور ((رشاد) دكندهار دښار دباميزو په كوڅه يو لوي مسجدجامع سته چي (( دزړې جامع)) په نوم مشهور دي او ويل كېږي چي پر دغه ځاي ودان ؤ .ددغې جامع مسجد دامامت چاري دڅو پېړيو را هسي ديوې كاكړي كورنۍ په لاس كي دي ، چي دغه كورنۍ په كندهار كي دزړې جامع د اخندزاده ګانو په نوم شهرت لري . ددغې كورنۍ يو متاخر سړئ عبدالاحد اخندزاده نومېده چي له خپل نامه سره به يې ((غريبك )) هم ليكه او دكندهار له ښ خطاطانوڅخه ؤ غريبك پخپل كور كي يوه داسي مغتنمه كتابخانه در لوده چي دخپل كم او كيف په لحاظ يې په درست كندهار كيسارئ لږ ؤ . ده ته دكتابو درا ټولولو هڅه له خپل پلارملاعبدالخالق اخندزاده څخه پاته وه او د(( غريبك )كتابخانې ددغي كورنۍ دڅو پېړيو علمي او ادبي ذوق نمايند ګي يې كوله په (۱۳۲۹) ش كال (( غريبك )) مړ سو او دده مغتنمه كتابخانه بې سر پرسته پاته سوه ، د((۱۳۳۶ كال دحمل په مياشت كي دغه كتابخانه خرڅه سوه او دفيض لمنه يې تر ملكو ملكو پوري اوږده سوه ، په دغه فيض كي يې ما هم څه برخه ودرلوده او څو قلمي كتابونه په خورا كښته بيه لاس ته ځيني را غلل يو له هغو كتابونو څخه دملا اختر كندهاري بياض ؤ ، چي په را نيولې بيه (( فقط لس افغانۍ )) مي پښتو ټولني ته ور كړ .دملا اختر كندهار په بياض كي دواصل روښاني يوه قصيده او پنځلس (۱۵) غزلي هم خوندي دي . چي دادي اوس دپښتو ټولني په زيار ديوې رسالې په بڼۀ پښتني جامعې ته وړاندي كېږي او دپښتو ادب مينان دواصل روښاني په لوړ ادبي مقام خبروي . دواصل روښاني ددېوان په دغو منتخباتو كي د(ت) درديف درې غزلي ، د(ل) درديف يوه د(ن) درديف دوې د(و) درديف يوه غزله سته پاته (۹) غزلي او يوه قصيده يې د(ي) درديف دي دملا اختر كندهاري له بياضه څخه ما څلور غزلي په ۱۳۴۰ ش كال ديوو لسم او دوولسم ټولګيو په پښتو قرآتونو كي را واخيستلې او دلمړيپلا لپاره مي دواصل روښاني داشعارو نمونې افغاني ټولني ته وړاندي كړې ·
دمير محسن دمزاراتورساله
ليكوال : زلمئ ((هيواد مل ))
دمير محسن دمزاراتويوه رساله دمر حوم غريبك · په ښكلي خط دپښتو ټولني په كتابخانه كي سته ، ددغي رسالې اوږده دوويشت په شپاړس كي ده ، او دپاڼو شمېر يې نهه ويشت دي ، او په هر مخ كي معمولاً شل بيته كښل سوي ، اود بيتونو شمېر يې تر يو زرو سل بيتو پوري رسېږي .
مخكي تر دې چي درسالې هراړخېزه پېژندنه وكښل سي ، لازمه برېښي چي دميرمحسن پېژندنه هم څه ناڅه وسي ، كه څه هم دمير محسن پېژندنه پوهاند عبدالشكور رشاد په پښتانه شعرا دوهم جلد كي مفصله كښلې ده · خو دلته به يې دده دخولې او پښتانه شعرا له مخي په لنډه توګه وليكو :
مير محسن دعبدالرحيم زوي ، دعبدالحميد لمسئ ، او دسيد ابدال كړوسئ دي دخپل ورنيكه په باب وايي :
زموږ جد چي سيدابدال ؤ
چي ابدال بدر كمال ؤ
دخپل عصر شيخ صنعان ؤ
هم وكيل دخپل زمان ؤ
دمير محسن نيكه په پښين كي او سېده ، او دده دخپلي وينا له مخي دلوي احمد شابابا يوولس سوه يو شپېته نه تر يوولس سوه شپږ اتيا ه ق په زمانه كښي دوزير شاولي خان په وسيله كندهار ته را وستل سو ي دي پدې باب يې ويلي دي :
بيا وزير ډېره زاري كړه
نور عالم يې رويباري كړه
چي اې پېره زه غلام يم
جرعه نوش ددې اعلام يم
لكن دا مي افتخار دي
پر پادشا مي ډېر وقار دي
په تعجيل را ځه زما پيره
چي پادشا نسي دلګيره
نو سيد ابدال روان ·شه
په فراق دخپل خپلوان شه
احمد شاه په ده شادان شه
په جلوو كي يې روان شه
مير محسن پدې رساله كي دخپل نيكه عبدالحميد دمړيني نېټه دا سي ښودلې ده :
زردوه سوه هجرت ؤ
دوه څلوېښت پر زيادت ؤ
په جوار كي درحمان شه
دجنت پر لور روان شه
دعبدالحميد څلور زامن ؤ ، چي دمير محسن پلار يې دريم زوي دي پدې باب يې ويلي دي .
جانشين يې رحيم جان ؤ
چي مقبول دهر انسان ؤ
دريم زوي يې رحيم خان ؤ
ډك دعلم و دعرفان ؤ
مدرس دشريعت ؤ
مهمد دطريقت ؤ
هسي رنګه مستقيم ؤ
ډېر قايم پر دين قويم ؤ
په عرفان كي لوي درياب ؤ
له انوارو فيض ياب ؤ
زر درې سوه دهجرت ؤ
دوه بالا پر زيادت ؤ
چي رحلت يې دجهان كړ
او جوار يې دسبحان كړ
زه ناظم دده پسر يم
ناخلفه ډېر ابتر يم
مير محسن اغا په يوزرو درې سوه يو څلويښت هجري قمري كال په كندهار كي وفات او هورې ښخ سويدي .
دده تاليفات :
دميرمحسن اغا له تاليفاتو څخه دوه مستقل كتابونه موږ ته پاته دي ، او نورمتفرق اشعاريې په سراج الاخبار كي هم طبع سويدي .
دده يو اثر (( قواعد النظام )) نومېږي چي دغازي امان الله خان جلوس په يو زرو درې سوه نهه دېرش هجري قمري په عصر كي يې پښتو نظم كړي ، دعسكرو قواعد او بولۍ يې پكښي بيان كړيدي ، او دوخت دپادشا مدحه يې په پاي كي را غلې ده ددغه اثر خطي نسخه داطلاعات او كلتور وزارت په خطي كتابخانه كي ساتل كېږي ·
بل اثر يې چي ددغو مزاراتو رساله ده ، چي شعري قالب يې مثنوي دي ، او پر څو رنګه كاغذونو باندي په توره سياهي ، ښكلي نسخ خط كښلي سويدي درسالې په لمړۍ پاڼه كي په جلي خط دمزارات ، تاريخ سادات ، ميرمحسن اقاي قندهاري ليدل كېږي تر لاندي يې كښل سويدي به خط غريبك اريايي يوزرو درې سوه يو شپېته هجري قمري تر دې وروسته خطاط كښلي دي (( كتاب ورساله نادرة تاريخ مزارات بعضي سادات كه ازطرف پشنك ((پښين)) با افغانستان مدفون است درامده ، سنه يك هزار سه صد شصت يك سال هجري قمريه دربيستم ماه ذوالقعده يوم يكشنبه بدست غريبك قندهاري باميزايي حنفي نقل ثاني از خط مصنف علامه زمان سيد مير محسن اقاي باميزايي كه حقير ديده بود ، در وقت نزديك به جوار رحمت ايزدي بغتته پيوست كلنا اليه را جعون ......))
درسالي دشروع په لمړي مخ كي بيا دخطاط له خوا په جلي توره سياهي دغه عبارات ليكل سويدي :
((تاريخ افغاني مزارات بعضي سادات پو شنجي ، ميرمحسن قندهاري باميزايي مرحوم بيد غريبك زابلي ))
تر بسم الله وروسته رساله دا سي پيل كېږي :
څوني لوي پرودګاريې
چي غفار يې هم قهار يې
هغه وصف چي دخداي دي
تر عاجزه دبنده راي دي
كه يې حمد ثنا بيان كړم
هم به خپل نقصان عيان كړم
تر حمد او نعت وروسته دپيران ــ پير ، دحضرت محمد (ص) ديارانو او لمسيانو منقبتونه او مد حي را غلي دي او بيا يې قدسي دكندهار دپنځلسو تنو روحاني مشاهيرو ، شرح حال ، خوارق او مزارات ذكر كړيدي ، لمړئ يې دبابا ولي ، بيا دشا مسعود الملقب به علي ابدال قندهاري ، سيد شير قلندر او نورو ... دهديرو او سوانحو او كندهار ته دراتګ ذكر مفصل كړيدي ، دغه كتاب په يو زرو درې سوه دوويشت هجري قمري كي نظم سوي ، پدې كي يې ويلي دي :
پدې ملك كي وليان ډېر دي
چي په شمار تر حساب تېر دي
څوك غلجي څوك دراني دي
ټول په صدق نوراني دي
هغه ذات چي دغرغښت دي
دښايسته وليانو كښت دي
كه دهر يوه بيان كړم
هم بيان يې په ښه شان كړم
دا كتاب به ډېر دراز وي
هم به لري دطراز وي
مختصر و كوتاه وايم
دسيدا نوحال زه نمايم
نور مي نظم كړم دلبره
په پښتو ژبه خوشتره
كه يې نوم دچا په كار وي
دنامه يې طلبګار وي
مزارات يې نوم دي ياره
ښه يې ونغوږه هوښياره
زر درې سوه دهجرت ؤ
دوويشت نور پرزيادت ؤ
چي اتمام ددې كتاب سو
هم روښانه تر افتاب سو
دا رساله پدې بيتونو پاي ته رسېږي
چي اتمام ددې كتاب شه
مشر زوي لا جواب شه
التماس ددې دعا كړم
زه محسن دي التجا كړم
تر دې اختتاميه بيتو وروسته دخطاط غريبك كندهاري شعر راغلئ دي ، دا رساله كومه ممتازه املايي ځانګړنه نه لري ، او دپښتو په مروجه املا ليكل سوې ، او دګړدودۍ خصوصيت مراعت يې په ځينو ځايونو كي كړي ، په ځينو نورو ځايو كي ترې پاته سوي دي
يادونه :
دميرمحسن كندهاري دريم كتاب هم پدې وختو كي تر لاسه سو دا اثر دپښتو دزده كړي يوه رهنما ده چي دامير عبدالرحمن خان په امر يې دحبيب الله خان دپښتو زده كړي لپاره كښلي ؤ ، دغه رساله په پيل كي دپښتو دنسب په باب هم يوه څېړنه لري چي البته دغه څېړنه يې عنعنوي رنګ لري او قاعده يې دپښتو ژبي دګرامرونو په تاريخ كي زيات ارږښت لري ( دپوهاند دوكتورزيار دكتب خانې خطي نسخه)
حواشي او ماخذونه :
عبدالاحد اخندزاده چي په غريبك مشهور ؤ دكندهار له مشهورو ذوقمندانو څخه ؤ او يوه ډېره مغتنمه كتابخانه يې درلوده ، دواصل روښاني اشعار دهمدغي كتابخانې نه دپښتو ديوه بل زړه سواند خدمتګار پوهاند رشاد په وسيله تر موږ رارسېدلي دي
پورته ماخذ : كندهار مجله پرله پسې ۲۰۲ ګڼه دداؤد خان د جمهوريت دوره
دمحمد نور شاعر دغير مطبوع دېوان دسر دپاڼو غزلي
ليكوال : سړبن
عبدالاحد اخوندزاده كاكړ چي دزړې جامع د اخوندزاده په نوم سره يې په كندهار كي شهرت در لودي يوه ډېره مغتنمه كتابخانه در لوده ،ددې كتابخانې په متفرقو قلمي پاڼو كښي دمحمد نور نومي شاعر دقلمي دېوان دسر څو پاڼي چي څلور غزلي لري زما ګوتو ته را غلي دي ما چي دپښتانه شعرا درې ټوكه او يا مې دشاعرانو نوري تذكرې ددې شاعر دژوندانه دحالاتو دميندلو په ملحوظ سره واړولې خو متآسفانه كوم څرك مي يې ونه موندۍ
نو مجبوره سوم دپښتو ادب دښاغلو متتبيعينو لپاره مي دا غزلي را نقل كړې چي ګوندي دوي يې دژوندانه دڅېړلو ده شا وخوا په لټه او بشپړ دېوان دميندلو هڅه وكړي
بسم الله الرحمن الرحيم ط
ابتدا ده په نامه دپاك مولي
چي دكل عالم خالق دي په رشتيا
كل اشيا يې ثناوايي په ښه وجه
كه زمين و ما فيها دي كه سما
هم بې ضد هم بې نظير دي په خدا يي كښي
رب واحد دي لاشريك دي هويدا
كل اشيا سوه په صيغه دكن موجود
چي له نزد يې امر سوي پر پيدا
((محمد نور)) به دي ثنا صفت څو شمار كړي
چي نې حد نې اندازه سته نې احصي
******
محمد دي دكونينو پېشوا
محمد دي ثقلين رهنما
دلولاك ايت يې چتر پر سر باندي
دا خلعت درب له نزده دي اعطا
رحمت اللعلمين دده صفت دي
په فرقان كي دي نازل يس ، طه
چي خانه ددين آباده په نبي سوه
څلور دايه يې څلور ياره كبري
د(( محمد نور)) غريب حاجت دي رب قبول كړي
چي قايم سي دنبي زېر لوا
******
صبر سكون راته عطا كړي زما رب
ورك له ما نفس هوا كړې زما رب
اماره نفس مي تابع دعبادت كړې
راته رام دغه بلا كړې زما رب
چي په ياد دتش نامه دي ځان وسېځم
هسي جوش ستا دحب را كړې زما رب
چي په تش نامه دي سر و مال ښندمه
دا رنګ حب را كښي پيدا كړې زما رب
چي دچا په بې رحمۍ مضطرب نسم
دا سي رنګ تحمل را كړې زما رب
په خوردن دقهر مامكړې پښېمانه
دا ترخه راته حلوا كړې زما رب
نو نګاه مي كړې زبان له بد ګفته
ستا په ذكر مي ګويا كړې زما رب
چي به ستا رضا په هغه كښي پيدا وي
هغه زما شغل دنيا كړې زما رب
كه دا ستا رضا په سر و په مال مومم
را حاصله دا وړيا كړې زما رب
چي وي ستا په كښي رضا هم درسول
هغه كار زما برپا كړې زما رب
ما همدم او همقدم پر شريعت كړې
له بد عته مي جلا كړې زما رب
ماخذ : كندهار مجله ۱۳۵۵كال دجمهوريت دوره
دغريبك خزانه
دمحمد معصوم هوتــك ((ليكنه ))
هغه سيمه چي د كندهار د احمدشاهي ښار كلا پر راتاو سوې وه ، د ښار تر جوړيدو وړاندي د پوپلزو په قوم اړه درلوده او د هغوي ملكيت ؤ په كال ۱۱۶۹ هـق كي له دې مځكو څخه ښپږ سوه جريبه د لوى احمد شاه بابا (۱۱۶۰-۱۱۸۶هـق) په امر د هغه وخت د معمارانو له خوا رجه سوه او ښار پكښي ودان سو دا مځكي زياتره كروندې وې خو سيمه ييز او تاريخي روايتونه داسي دي چي كلي هم پكښي وه. د تاريخ احمدشاهي مولف محمود الحسيني خو دا سيمه ده خواجه بللې ده (تاريخ احمدشاهي ۵۴۶/۱ مخ محلي روايتونه مو دغه راز د احمدشاهي ښار په شمال ختيځ كي د يوه پخواني مسجد جامع په شته والي هم خبروي او داسي ښكاري چي دا مسجد جامع د ښار تر ودانېدلو وړاندي هم موجود ؤ ځكه ئي نو زړه جامع بلله د ښار دغه كونج چي د بروشاه برج جنوب لويديځ ته واقع ؤ په قبيلوي وېش كي باميزو ته ورسېد او هغوي كورونه پكښي ودان كړل د باميزو مخور مشر او د احمدشاهي دولت لوي وزير اشرف الوزراء شاولي خان باميزى (بګيخان) په همدې سيمه كي اوسيدئ او كور ئې اوس هم ښايي ولاړ وي شاولي خان باميزي دغه جامع له سره ودانه كړه . د اوداسه له پاره ئې حوض پكښي جوړ كړ خو نوم ئې هماغه پخوانى نوم ؤزړه جامع پاته سو . د حضرت سروركائنات (ص) مباركه خرقه چي د نوموړي شاولي خان په همت تر كندهاره راورسېده . دنوي ځاى د جوړيدو تر وخته پوري په همدې زړه جامعه كي كښېښووله سوه د زړې جامع موقعيت خو د احمد شاهي وېش له مخي د باميزو په كوڅه كي ؤ خو جامع ته څرمه د كاكړو څو كورنۍ له قديمه اوسېدلې له دې كورينو څخه يوه د شعيب اخوندزاده كاكړ كورنۍ ده چي د نوموړي جامع د امامت چاري يې سرته رسولې ددې كورنۍ متاخر مشهور شخصيت عبدالاحد اخوندزاده نوميدئ اوله نامه سره ئي غريبك كيښ د غريبك د كورنۍ په باب ځوان ليكوال او د نوموړي مرحوم لمسى فرقانمل (قرانمل) يوه گټوره ليكنه كړېده چي ما د كندهار د تاريخ په اوږدو كښي مجموعې په ۳۲۹ مخ كي ولوستله بركت دې مل او د وياړلو اسلافو پيروي دې نصيب وي . د روان ميلادي كال په پاي كي ګران مطيع الله جان روهيال له كندهاره راته څو كتابه او مجلې راواستولې او په هغو كي د نوموړي قرانمل په لاس ليكل سوې رساله ګوټې هم وه چي نوم ئي اياغريبك پيژنئ؟ ؤ په دغه ليكنه كي د ارواښاد غريبك په باب موجز معلومات وركړه سوي دي او د ليك ښه ډېري نمونې ئې راوړي دي په څنګ كي ئې د (غريبك كتابتون) په نامه ديوې كتبخانې د تاسيس خبره هم كړېده چي د خوشحالۍ خبره ده . زما سره د غريبك مرحوم په باب څه داسي معلومات سته چي پر هغه ليكنه باندي به يو اضافه توب غوندي وي او ددې مقالې له لاري به ئې ستاسي ښاغلو لوستونكو سره شريك كړم .
د ارواښاد غريبك پلار مرحوم عبدالخالق اخوندزاده پر علم سربيره د خپل وخت تكړه طبيب هم ؤ ده په طب كي يو كتاب كښلى دئ چي ((قرابادين لوينابي)) نوميږي . قرابادين يوناني لغت دئ او هغه علم ته ويل كيږي چي د طبي بوټو او وښو خاصيتونه بيانوي . د قرابادين په نامه د طب بېلابېل كتابونه سته .
د ملاعبدالخالق اخوندزاده قرابادين لوينابي يوه نسخه د حاجي عبدالمجيد هوتك په كتب خانه كي وه دا نسخه د مؤلف پخپل ليك كښل سوې وه او حاجي صاحب ته د مرحوم غريبك له كتبخانې څخه لاس ته ورغلې وه . د ارواښاد غريبك په ښكلي خط باندي زما سره يو ياداښت سته چي د (رسالۀ غرور) په نامه د علامه حبيب الله كندهاري (حبو اخوندزاده) ديوه اثر په پيل كي ئې كښلې دي . او په هغه كي ئې تر يوه لنډ ياداښت وروسته د خپل زوي عبدالهادي جان د زيږيدلو نيټه او ځاي ښوولي دئ .
دده خپله ليكنه داسي ده .
ولادت پسرم عبدالهادى جان در شب چهار شنبه ۳۰ شهر رجب عام شنواريان ۱۳۴۷ در نصف شب مذكور از كتم عدم در عرضة ظهور باش يافت آلها مهربانى برماعاجزان كن
د (شينواريانو) كوڅه چي په دې ياداښت كي ورته اشاره سوې ده او مرحوم غريبك خپل كور په هغه كوڅه (عام) بللي دى د هغې كوڅې نوم ؤ . چي د زړې جامع له شماله ختيځ كونج سره نښتې وه د كوڅې سر په كلافصيل كي د باميزو كوڅې شمالي لورته واقع ؤ د غه كوڅه وروسته د نصواريانو په نامه يادېدله . نيخه چي ولي ؟
د مرحوم غريبك د كتابتون او له كتاب سره د نوموړي دميني په باب ځيني بيانونه ښاغلي قرآنمل راړوي دي ماته ارواښاد واسعي صاحب دده په باب يو وخت ويلي وه چي.
يو وخت يو چاته (داسړى به غالبا محمد رسول مسلم ؤ) له هندوستان څخه چاد انګليسي ډيكشنري راوړې ده غريبك مرحوم ته چا خبر وركړ چي مسلم صاحب ته د لغاتو يو كتاب چا راوړى دى . دى سمدستي د مسلم كورته ورغى او د كتاب د رانيولو هيله ئې ځني وكړه مسلم صاحب نټه وكړه غريبك مرحوم په داسبا سپين ږيري پرمركه كړل او كتاب ځني رانيو .
د ارواښاد غريبك كتابتون په سيمه كي ساري نه درلود او دا كتابتون دده تر وفات وروسته د مرحوم حاجي عبدالمجيد هوتك له خولې په ديرش زره افغانۍ بيه سو حاجي صاحب ويل چي ده غوښتل ټول كتابتون رانيسي خو يو دوست منعه كړي وه . وروسته دا ټول كتابتون ملاسعدالله واخيست او تر رانيولو وروسته ئې د كتابو شوقيان پر رامات كړل حاجي صاحب مرحوم نقل راته كاوه چي ده پكښي د كندهاري علماوو تصانيف او پښتو كتابونه لټول او د سلو په شاوخوا كي كتابونه ئې پكښي را ټول كړل او بيه ئې ملا سعدالله ته وركړه دا كتابونه له حاجي عبدالمجيد هوتك سره پراته وه او په ۱۳۵۵ ش كال ئې يوه برخه ماته را ښكاره كړله چي له ځينو څخه ئې ماياداښتونه واخيستل او ددې ليكني په پاي كي به يې راوړم .
د ثور تر فاجعې دوه درې كاله وروسته حاجي عبدالمجيد هوتك كابل ته كډه سو او كتابونه ئې په ۱۳۶۴ ش كال كابل ته نقل كړل حاجي صاحب كتابونه خورا ښه ساتل او د ملا عبدالسلام صحاب په لاس يې خورا ښه چرمي پوښونه وركړي وه په دغو شپو كي له افغانستان څخه د نورو ثروتونو تر څنګ خطي كتابونه او نور نوادر پاكستان ته وړل كيدل او هورې عربي سوداګر ورته تيار ناست وو ملا سعدالله ته خو ددغو كتابو درك معلوم ، نو د همدې كال په روژه كي كابل ته راغى او د حاجي عبدالمجيد سره ئې شپه وكړه او ټول كتابونه ئې چي پر خطي نسخو سربيره خورا ډير چاپي نوادر ، سالنامې ، د تاريخ انجمن ، ادبي انجمن او پښتو ټولني نشريات او د اخبارو كليكسونونه پكښي وو په يو لك افغانۍ وتروښوول او لمغوټي يې كندهار ته راباركړل . زه د همدغه كال د كوچني اختر په لومړۍ ورځ خبر سوم چي كتابونه ملاسعدالله واخيستل سمدلاسه كندهار ته پسي راغلم او د ارګ په كتابفروشانو كي د ارواښاد ملاقاسم اخوند كتابفروشي دوكان ته ورغلم او هورې راته وويل سول چي ملا سعدالله ددغو كتابو د بوجيو سرونه لاهم خلاص نه كړل او په هماغه ورځ ئې پاكستان ته واړول زه مات زړه بيرته كابل ته ولاړم او هغه څو بيته مي ددغو كتابو په ياد وويل چي لوستونكو به زما په كتاب (درنه كورنۍ ۱۱ مخ) كي لوستلي وي او ښاغلي قرآنمل ئې يو بيت پخپله ليكنه ۵ مخ كي را اخيستى دى .
حاجي عبدالمجيد هوتك كيسه راته كوله چي د غريبك په كتابو كي د استاد كمال الدين بهزاد هراتي څو نقاشۍ هم موجودي وې او خلګو به د بتانو له اسيته يوې او بلې خواته اړولې وروسته له كابله څخه محمد صالح پرونتا راغى او دغه نقاشۍ يې واخيستلې د غريبك د كتبخانې يو كتاب زما سره هم سته او هغه لكه وړاندي چي اشاره ورته وسوه د علامه جبو اخوند زاده اثر رسالۀ غرور ده چي ارواښاد محمد حليم سليمي ماته راكړي وه .
د غريبك د كتابتون هغه كتابونه چي ما د حاجي عبدالمجيد هوتك په كتابتون كي كتلي او ياداښتونه مي ځني اخيستي وو دادي .
Ø شرح فيروز: د ملا احمد بن اسمعيل درانى قندهاري ليكنه كتابت ۱۲۲۳ هـ ق
Ø زاد السالكين : د ذاكر شريف د ميا شيرمحمد صاحبزاده تاليف ۱۲۷۱ هـ ق
Ø قول الجميل : د شاولي الله صاحب اثر ۱۲۸۸ هـ ق
Ø معجزات د حافظ كبير د محمد رسول ولد ملا نعمان كتابت ۱۲۹۳ يا ۱۲۶۳ هـ ق
Ø قرابادين لوي نابي د ملا عبدالخالق اخوندزاده د غريبك د پلار) د مؤلف په قلمي
Ø منافع المسلمين د محمد حسين هروي د ملا زيد تره كي په كتابت له دغه كتاب سره يوه بله رساله هم ګنډلې وه او ماپه ياداښت كي ورته كښلي دي (بسبك پيرروښان)
Ø تعدادالكباير د ملا فرح الدين اخوند قندهاري .
Ø رسالۀ مناقب ملا فرح الدين د عبدالحليم كاكړي تاليف د مؤلف پخپل خط ۱۲۳۶ هـ ق ددې رسالې په پاي كي د كندهار د ملا قطب اخوند مدايح راغلي وه چي په پښتو نظم وه .
Ø تنزيه الخلفاء عن مطا عن الاعداء د قاضي غلام هوتك قندهاري تاليف ۱۲۶۴ هـ ق د كتابت كار ئې عبدالحكيم بن عبيدالله په ۱۲۶۵ هـ ق كال يعني تر تاليف پنځه كاله وروسته سرته رسولى ؤ
Ø نجوم الهدايه لاحوال البرزخ و القيامه د قاضي غلام محمد هوتك تاليف
Ø اسكات الخاضعين در رد روافض د قاضي غلام محمد هوتك تاليف كتابت د محمد جان ۱۲۶۰ هـ ق
Ø رد وهابيه (دراستفتاي علماي هند) فارسي د قاضي غلام محمد هوتك اثر
Ø عالميه (در تعداد علوم) د قاضي غلام محمدهوتك تاليف د فيض احمد په كتابت ۱۲۷۱ هـ ق
Ø دغه اثر قاضي غلام مرحوم د سردار محمد عالم خان په نامه كښلى ؤ سردار محمد عالم خان په كندهار كي د سردار حمدل خان مشر زوي ؤ
Ø ارشاد الحق د قاضي غلام محمد هوتك تاليف ما پخپل نوي اثر (سل بګړۍ يو پوړني) كي د قاضي غلام محمد هوتك په برخه كي ددغه كتاب يادونه كړې ده خو هغه وخت زما څخه دغه ياداښتونه نهام وه او حافظې مي ددغه اثر په باب مرسته نه راسره كوله ځكه مي نو د ارشاد الحق په باب كښلي دي چي دا اثر مانه دى ليدلى او كتلى كه هر وخت د (سل بګړۍ يو پوړني) كتاب دوهم وار چاپيدلى د قاضي غلام محمد هوتك د نورو تاليفاتو يادونه هم بايد وسي .
Ø المشكله اجوبه السوالات (دميامحمداعظم په جواب كي د علامه حبو اخوندزاده تاليف .
Ø منهاج العابدين (پښتو) د علامه حبو اخوندزاده د ملاشمس الله په كتابت ۱۲۳۶ هـ ق
Ø رساله كتحققه القوبول والقبله في تحقيق سمت القبله د علامه حبو اخوند زاه تاليف د كهندل خان د جامع د امام ملا عبدالاحد كتابت .
Ø نقدالثقات في ترئيف الموضوعات د علامه حبو اخوندزاده تاليف دا نسخه د پاي له خوا نيمګړۍ او ډيره خوشخطه وه .
Ø انموذج د ملاخضر داوي تاليف د مؤلف په خط ملا خضرداوي د ارواښاد عبدالهادي خان داوي نيكه ؤ
Ø شمس الدين كاكړ ديوان .
Ø شرح منثوي مولاناي رومي مسمي به تحفه الدرويش د ملا قطب اخوند توخي ليكنه د مؤلف پخپل خط ۱۳۱۰ هـ ق
Ø شرح محمود نامه د ملاقطب اخوند تاليف د ملا حقداد په كتابت ۱۳۲۱ هـ ق
Ø د احمدشاه بابا ديوان
Ø تعليم السلوك د ملا الكوزي بن ملا اسمعيل تاليف
Ø وقيه الطوائف الصوفيه د ملا احمد بن اسمعيل قندهاري تاليف د مؤلف پخپل خط
Ø غريب المصنف دا كتاب چي د عربي ژبي قاموس يا دايرۀ المعارف دئ د نړۍ له ډيرو مهمو نسخو څخه ګنل كيږي د كتاب دليكني كال د ۳۰۰ هـ ق حدود وه ما د اوراښاد د بينوا په كتاب (د افغانستان نوميالي) كي يو خت لوستي وه چي غريب المصنف د ابو تاليف دى چي پر ليكنه ئې څلويښت كاله وهلي وه ددې كتاب نسخې په ټوله نړي كي درو څلورو ته رسيږي او په ايا صوفيه او بريټيش موزيم كي ئې نسخې سته (د افغانستان نوميالي ) كتاب زماسره نسته خو غالباپه دريم يا څلورم ټوك كي د غريب المصنف يادونه راغلي ده د غريبك د كتبخانې غريب المصنف پخپله د يوه بشپړ كتابتون ارزښت درلود خوافسوس چي
آنقدح بشكست و آن ساقي نماند
آنقدر مي ريخت كه هيڅ باقي نماند
دغه ياداښتونه مي سږ كال چي افغانستان ته تللى وم په خپلو كاغذوكي و موندل او د هغو په مرسته مي د غريبك د كتب خانې د يوه كوچني كونج ملغلري در وپيژندلې . غريبك مرحوم ته دي پاك خداي (ج) جنتونه وركړي او د كتاب ذوق دې د تاريخي كندهار په زلميو كي نوم هم و غوړيږي
اوكويل ، كاناډا
۳ جنوري ۲۰۰۶ ع
· ديوولسم ټولګۍ په پښتو قرآت كي د (( خود پرست )) او (( حقيقي واصل )) تر عنوان لاندي ددوهم چاپ ۱۰۴ــ ۱۴۴ مخونه وګورئ ددولسم ټولګۍ په پښتو قرآت كي ((دبې عمله شېخ !)) او دشريعت رسۍ )) تر عنوان لاندي ، ۸۵ ـــــ۱۱۱مخونه وګورئ .
· كندهار مجله دسردار محمد داؤد خان دجمهوريت
· شه ((سو))
· [[کارن:Noorahmadhameedi|Noorahmadhameedi]] ([[د کارن خبرې اترې:Noorahmadhameedi|خبرې اترې]]) ۰۹:۰۸, ۲۵ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
fb7204gux3rds08s9y7towyjkycaytu
352845
352844
2025-06-25T09:11:57Z
Noorahmadhameedi
36575
/* غریبک د نورو پوههانو له نظره: */ نوې برخه

== غریبک د نورو پوههانو له نظره: ==
استاد حيات الله ((رفيقي))
په اشرف البلاد كندهار كي يو ستر ديني عالم اود پښتو پوخ شاعر ليكوال ، د هنر او ښكلا يو داسي څوك درته درښيم چي هغه څو كاله مخ كي د همدې ښار په يوه نا حيه كي چي د باميزو د كوڅې په نامه اوس هم شهرت لري په يوه جامع مسجد كي ديوه روحاني شخصيت په څير ژوند كاوه خو اوس زموږ په ټولنه كي جسماً وجود نه لري مګر معناً به د همدي ستر خوان د كور به په توګه دده نوم پاتي وي دا ستر شخصيت په كندهار كي د زړې جامع لوي مدرس استاد خداي بخښلي عبدالاحد اخوند زاده مقلب په (غريبك) ؤ خداي بخښلي عبدالاحد اخوند زاده صاحب لكه څنګه چي مي پورته اشاره ورته وكړه يو روحاني شخصيت او په يوه علمي او ستره روحاني كورني كي را پيدا او په همدې ستره كورني كي را ستر سو عالم سو ،استاد سو ، دمعنوي برخي خاوند سو ، شاعر سو ، ليكوال سو او خطاط سو . زه د خداي بخښلي ا خندزاده صاحب پر شخصيت ، روحانيت ، علمي هويت او ادبي وړتيا باندي نه ږغيږم اونه زه دا توان په ځان كي وينم چي څه پر وليكم .
ددې اصلي وجه داده چي يو خو زه په هغه وخت كي چي ما خداي بخښلي اخوند زاده صاحب ليدلي وو ډير ووړ هلك وم تقريباً د نهو او يا اتو كالو به وم خو ډير زه د دوي كورته ورغلي يم ځكه چي اخوند زاده صاحب زموږ نژدې دوست وو اود هغه زوي محترم حاجي عبدالحميد اخوند زاده چي اوس الحمد الله ژوندي دي او زما خوريي بلل كيږي تقريباً زما همزولي دي نو زه به د هغه سره د دوي كورته ور تللم
صرف زما دونه پياد دي چي اخوند زاده صاحب يو ډير مهربانه د نرمو خبرو كولو څښتن ارامي خبري كولي او ډير عمر يې په خپل كتابتون كي وخت تيراوه او دده كتابتون دده په كور كي دده كوټه او يا (حجره) وه يو زيات شمير كتابونه هم اوډلي په تاخچوكي پراته وه او هم د حجري په انګړ كي تيت پراته وه ډير د نل پاخه قلمان ، (نيان) يي لرل د سياهي يوه غوټه هم ما ليدلي وه مشواڼي خو لاپرېږده ، دكتابتون دپشتي ډيري رنګارنګ ابرۍ هم په يوه تاخچه كي پيچلي پرتې وي د حجري په ميانځ كي څو لوي ډبري د سريښو كنډولي اود لرګو ګيره هم پرته وه . هلته يو نوي تخته سنګ هم پروت وو او ودې تخته سنګ ته څېرمه د هغه د ناستي ځاي وو چي يوه نغاړكۍ پر هواره وه.د اخوند زاده صاحب دا كتابتون د هغه د عبادت ځاي يا خلوت هم وو ، هرڅوك ودې خلوت ته نسواى ورتلاى ، ځكه چي يو ډول سهم اودرنښت يي لاره ددې له پاره چي موضوع راڅخه اوږده نه سي او ګران لوستونكي خسته نه سي زه د اخوند زاده صاحب (غريبك) صرف د هغه د ليك د هغي په برخه باندي يو لنډه تبصره كول غواړم او د نور اړخونو څخه يې ځكه ډډه كوم چي د خدايY بخښـلي اخوند زاده صاحب غريبك لمسي نور احمد(قرانمل) د نوموړي په اړوند يو كتاب ګوټي ليكلي دي اود نوموړي خداي بخښلي د ژوند زيات اړخونه په هغه كتاب ګوټي كي انځور كړل سوي دي خو په هر صورت راځم د لوي عالم ، فاضل استاد ، پوخ شاعر ، نقاد ليكوال او عرفاني شخصيت د ليك پر هغي برخي باندي ، درانه او خوږ ژبي شاعر اخوند زاده صاحب غريبك علاوه پر لوړو ښي ګڼو باندي دليك (خطاطي) په هنر كي هم لوي لاس لاره اود يوه ښكلي ليك څښتن وو . دده ډير اشعار دده په ښكلي ليك باندي انځور كړل سوي وه حتي هغه كتابونه كوم چي اخوند زاده صاحب به صحافى كول اود هغه كتابونو به كومي پاڼي وركي اويا خرابي سوي وي ده مبارك په هغه پخپلو بابركتو ګوتو داسي وليكل چي دهغه كتاب د چاپ سره په يي هيڅ توپير نه درلودي ، د محترم فاضل استاد اكثره په لاس ليكل سوي ليكونه دونه ماهر او هنرمندانه ليكل سوي وه چي چانه ويل چي دا دي په لاس ليكل سوي وي دده دليك او چاپ فرق چا په يوه اسانه نه سو كولاي خو په تاسف بايد وويل سي چي اخوند زاده صاحب هغه ليكونه ، شعرونه ، كتابونه چي دده په ښكلي ليك باندي ليكل سوي وه د بي علمي په سمندر كي د ناپوهي په ګرداب كي لاهو سول خو زه نه پوهيږم چي ددې لوي شخصيت ښكلې ليكونه به اوس د نمونې په ډول پاتي وي كه څنګه او كه چيري پاته وي اود محترم حاجي عبدالحميد خان او يا د قرانمل صاحب سره وي زما هيله داده چي يوه بېلګه يي زما ددې ليكني په پاي كي راوړي تر څو زما ليكنه د هغه ښكلي ليك په راوړلو نوره هم ِښكلا پيدا كړي اود بله پلوه زما د ليكني د تائيد سند وګرځي. ځكه چي د نوموړي ټوله كتابتون د جهالت او ناپوهي ليوني باد تيتوپرك كړ او يوه پاڼه يې هم پاته نه سوله دا هم بايد ووايم چي زه پخپله د ليك د هنر په فنونو او اقسامو باندي نه پوهيږم ځكه زه دا نه سواي ويلاي چي د خداي بخښلي غريبك صاحب ليك دود ، د ليك كوم قسم وو، او په كوم فن باندي ده كار كاوه خو يوازي زه دونه پوهيږم چي د نوموړي ليك ډير ښـكلي او ښايسته وو او دئ . په اخير كي زما هيله د جنت فر دوس غوښتنه او دي ستر عالم ته درنښت دي
دكندهار دپوهني رئيس استاد حيا ت الله ((رفيقي))
له پښتو سره يې لېونۍ مينه وه
غريبك خو يو مشهور سړ ؤ دشهرت دغه يې له كندهار نه وتلې ده په ټوله پښتونخوا خپره ده ، دده لوي عزم او اراده چي له پښتو سره لېونۍ مينه وه ده پښتو ډېر زاړه او زيات كتابونه ، نادر كتابونه ، ډېر مهم كتابونه را ټول كړي ول او ده پدې برخه كي تر زيات حده پوري هڅه كوله چي خلګو يې كيسه كوله (( يووخت يې چي مېرمني پيسې ور كړي وې چي ورسه مېلمانه په كور كښي دي څه شئ را وړه ده پيسې ترې واخيستې او په سودا پسي ولاړ خو په بازار كي پر كتابونو پېښ سوي ؤ او كتابونه يې اخيستي ول دئ لا كورته نوو را غلئ چي مېلمانه ولاړل ډوډۍ ي هر څه يې ور كړي ؤ لاكن ده دمېلمنو دډوډۍ پېسې پر كتابونو ور كړي وې · همدا سي يوه بله كيسه ده وايي چي يووخت يې كوزه او چلم چي وړي ؤ خرڅ كړئ يې ؤ او په عوض يې كتابونه اخيستي ؤ په كور كي چا پوښته ور څخه كړېو ه چي دادي څه وكړه ؟ ده ورته ويلي ؤ چي كېداي سي چي يو چا په دا څا كي غور ځولي وي نو ددې لېونۍ ميني نه تاسي پوهېږي چي غريبك دپښتو لپاره څومره كا ركړي ؤ دا چي دده كتابونه به څه سويوي يو څۀ خو يې سته موجود دي په ځنو ځايونو كي مثلاً دبايزيد روښان يوه مهمه رساله وه چي هغه دده له كتابونو څخه را وتلې وه او يا دواصل روښاني اثر چي بيا استاد رشاد چاپ كړې وه دغه هم دده دكتاب خانې له كتابونو څخه را وتلې وه
مننه
حبيب الله ((رفيع))
كابل زرنګار هوټل
دخپل عصر نابغه يې بولم!!
دكندهار دزړې جامع پخواني خطيب عبدالاحد اخوند زاده كه دفاني دنيا څخه يې سترګي پټي كړيدي خو دهنر او ادب دمينوالو په زړنو كي ژوندي دي روح دي يې ښاد وي هر وخت چي دده خطي نسخې او داشعارو ديوان يې مينوال ګوري او مطالع كوي يې نوميالي او مر حوم خطيب صاحب يادوي دخپل عصر نابغه يې بولم پر اسلام او وطن مين شخصيت ؤ زه بې الايشه ليكم چي با دركه ، بافهمه باحساسه افغان او عالم تېر سويدي بې جهته به نوي چي دلته دهيواد دنوموړو مېړنو ليكوالانو ، خطاطانو او تاريخي شخصيتونو ته هم دعاوي وكړم چون بحث پر فاضل او دانشمند خطيب صاحب باندي دافغانستان پر ټولو خلګو باندي خاصتاً بيا پر كندهاريانو باندي حق لري چي دده هنر ژوندي وساتي په اصطلاح عوام مو پل دده پر پل كښېږدي څو دمر حوم دخطاطي هنر پر مختګ وكړي ځوانان خو دوطن وارثان دي دوي مكلف دي چي دمر حوم خطيب صاحب قلمي او چاپي اثار وګوري ما دده څو خطي نسخې وكتلې تحليلولاي مي نسواي دده په خطاطي كي فارسي ، عربي ، پښتو طرزونه كار سويدي كه ځير سو اهل تصوف ؤ ظاهراً ماهر خطآط ښكاريدي او باطناً سياستمدار پر اسلام ، قران او حديثو مين شخصيت ؤ ظاهراۀ كه يې دغريبك تخلص غوره كړيؤ خو زما په فكر دعلمي پلوه يې دومره غنا درلودله چي زه همدا اوس په وياړم هغه كسان چي دده په ژوند كي دده په غريبانه دېره كي دده په صحبت او مجلس مشرف سويدي نيك بخته خلګ وه نه پوهېږم چي دده كوم شاګرد به ژوندي وي چي زه يې چاكر سم څه ځيني زده كړم خپله تنده په ماته كړم دمر حوم عبدالاحد اخوند زاده صاحب دخطاطۍ يوه لنډۀ دعايئه دلته يادول غواړم څو يې لوستونكي تحليل كړي
(( يارب سبب ساز كه يارم بسلامت باز ايد ـــــــ برهاندم ازچنګ ملامت )) كه هر څه وليكم لږ دي ((قرانمل)) صاحب دي ښاد ، كامياب او سر لوړي وي چي موږ سپين ږري هڅوي چي څه وليكو او ويې لولو
په احترام
الحاج عبدالصمد (خاورين )
دكندهار دپوهني رياست تدريسي مرستيال
عالم او تقوي دارؤ
اسلام عليكم !
ومحترم اديب ، شاعر ، استاذ قرانمل صاحب ته !
دستر شخص جناب عبدالاحد اخوند زاده صاحب مر حوم دښېګڼو په هكله په مختصرډول معلومات وړاندي كوم !عالي قدر محترم عبدالاحد اخوند زاده صاحب مر حوم عالم او تقوي دار ؤ بشردوست ، وطن پالونكئ ؤ چي همدغه صفات دانسان اصلي معيار بلل كېږئ بر علاوه دده محترم نور اعلي صفتونه ليكوال اديب او شاعر هم ؤ چي دده محترم ليكنه ، ادبيات، شعرونه ، علمي ، تصوفي ، فلسفي اړخونه در لودل پدغه اساس ويلاي سو چي زموږ لپاره يې لوي خدمتونه كړيدي چي دمنني او لمانځي وړ دي په مقابل كي كه يې ووايو قدرت مند
خداي دي په جنت كي لوړ مقام ور كړي روح دي يې ښاد وي
مولوي عبدالرحمن صاحب نظر
هغه ياد چي له ماسره دي!
محترم ورور قرانمل صاحب !
تا سو دملاصاحب عبدالاحد اخوند زاده (غريبك) په حصه كي معلومات غوښتي وه .
بلې ! زموږ كور په څلرمه ناحيه دباميزو په كوڅه كي دئ زموږ له مشرانو سره ((غريبك) پوره پېژندل ديوې كوڅې وه دهغوي د جملې څخه زما داكا زوي حاجي عبدالقيوم خان چي ډېر مشهور ښكاري ؤ او دده دشاګردانو له جملې څخه ؤ په ديني او شرعي كتابونو كي يې ښه مطالعه او معلومات درلودل دشعراوشاعرۍ سره يې هم لاس درلود ده دغريبك خبري يې همېش موږ ته كولې ويل به يې ((ډېر كړولئ ملا ؤ په صرف ،نحوه ،منطق ، فلسفه ، طب او رياضي علومو پوهېدي سر بېره پردې شاعر او اديب هم ؤ ده (حاجي عبدالقيوم) به يې اشعار په ډېر خوند سره ويل او ويل به يې شعرونه يې حقيقي دي بيا به يې موږ ته تشريح كول او رقم ــــ رقم خبري به يې كولې اشعار يې په پښتو ، دري او عربي ژبو باندي وه دده په قول ملا صاحب په نقشبنديه كړۍ كي هم شامل ؤ ښه صوفي ؤ او خفيه ذكر به يې كاوه دماز ديګر لمونځ چي به ختم سو په محراب كي به يې سر پټ كړ دماښام تر اذانه په يې ذكر كاوه دچا سره به يې خبري نه كولې دمحمد (ص) دعاشقانو له جملې څخه ؤ اكثره وخت به يې په عشق كښي ډوب ؤ دهيچا سره به يې خبري نه كولې همدا رنګه ډېر طالبان پر هستېدل دسهار لخوا يې دوې دورې جوړولې چي په لمړۍ دوره كښي دلويو طالبانو دوره وه چي غټ كتابونه يې ورته ويل او تدريس يې كاوه په دوهمه دوره كښي يې دكښتي دورې طالبانو دوره شروع كېده هغو ته به يې درس كاوه ښه قوه افاده يې درلوده حاضر جواب ؤ ستړيا يې نه حسول اود ماپښين لخوا يې بله دوره درلوده چي هغو ته يې دمولنا مثنوي تدريساوه چي په هغه دوره كي زه هم شامل وم په درې ژبه كښي يې ژور معلومات در لودل لكه خپله مورنۍ ژبه چي يې وه كوم بيت چي به يې شرح كاوه اكثره به يې اوښكي تر ستر ګو بهېدلې تر هغه وخته به يې شرح ور كول مثالونه به يې پر رواوړل تر څو چي ټول پري پوه سول پوښتنه به يې و كړل كوم مشكل خو نه لري شرح يې په ډېره خواږه او پسته ژبه ور كول دې ملا صاحب ډېر مخلصان دلودل دليري ځايونو څخه به ورته را تلل دده څخه يې دعا غوښتل او دناروغۍ لپاره به يې څاښت ور كاوه او دم به يې پر كاوه دخداي دمخلوق به ښه په كېدل كوم وخت چي به كومه جوړه او يا بنده وه خلګو به ملاصاحب پخپل منځ كښي كښېناوه اوواك به يې ور كاوهمدا صاحب ښه عادل سړئ ؤ ددواړو خواوو خبري به يې په دقت سره اورېدلې بيا به يې دشرعي مطابق فيصله ايستله فيصله يې عادلانه وه او دجانبينو دقبول وړ به ګرځېدله او يوه طرف به سرغړونه ،نه كوله دعا به پر وسوله جانبين به يې سره غيږ په غېږ كړل دادده عادت ؤ چي خامخا به يې سره خوشحاله كول بيا به نو دئ رخصتېدۍ اوومجلس ته به يې مخ را واړاوه او په تبسم به يې وويل (( ماته دغه حالت ډېر خوند را كوي چي دوې خوابدي ډلي پخپله سره پخلا كړم بس دغه زما خوشحالي ده ))غريبك صاحب ډېره مجهزه كتاب خانه در لوده چي په هغې كي يې هر ډول كتابونه مو جود وه چي دهغه له جملې څخه يې قلمي كتابونه زيات وه دغريبك له كتابخانې څخه ډېرو علماؤ ګټۀ پورته كوله دده دكتابخانې كتابونه دكندهار ولايت وډېرو لېرومنطقو ته دمطالعې لپاره تلل او استفاده به ځيني كېدله وروسته تر مطالعې به دده كتاب خانې ته سپارل كېدل دده دكتابخانې له فيضه ډېرو علماؤ ګټۀ پورته كوله سر بېره پر دې يو تعداد لوي او كوچني شاګردان يې درلودل چي په نايي او نوكي قلمونو باندي به يې ليك په ليكۍ په دري او پښتو ليكنه يې ډېردښايسته ليك درلودونكي وروزل دغريپبك يوه شعري مجموعه چي تقريباً (۵۰۰)صفحې يې در لودې چي په هغه كښي پښتو او دري ژبو رنګارنګ شعرونه موجود وه چي په ډېر ښكلي ليك سره ليكل سويوه زما يو رفيق ماته را كړل چي ما وكتل ډېر خوندور اشعار دغريبك په قلم ليكل سويوه چي دليك ښكلا يې دشعرونو خوند ور څو چنده كړ ي وو هر چاته چي به مي دا كتاب ور ښكاره كړ ي هېڅ يې زړه ته نه لوېدل چي داكتا ب دي په لاس ليك سويوي بلكل چاپي غوندي ؤ يوه ورځ مير ويس كافي ته دچايو چښلو لپاره ور غلم ډېر شناخته خلګ شاوخوا ناست وه زه همديوې ډلي واړخ ته كښېنستم پدې خلګو كښي سليمي صاحب او عبدالرشيد ارين ناست وه ښه خوندوري خبري يې كولې زه هم دوي ته متوجه سوم خبري تر قلمي كتابو يادي سوې زما نا فهمه تر خولې ورته راووتل غريبك دكتاب صفت او دليك دښايست بيان مي ورته را واخيستي دوي بېخي ناديده پر عاشقان سول ار ين صاحب زما څخه خواهش وكړي چي دا كتاب به خاماخا سبا را وړې چي موږ يې وګورو هغه ؤ چي سبا كافي ته كتاب ور وړئ لاس پر لاس سو هر يوه يې پاڼي په ډېر خوند اړولې خو تر ټولو دارين صاحب دې ته تلوار ؤ چي كتاب ژر ورته را واوړي زما څخه يې خواهش و كړي چي دئ به دا كتاب يو څو ورځي دامانت په ډول يو سي پسله له لوستلو به بيرته در كړي يو څو ورځي ورته وكتل يوه ورځ كي دكتاب غوښتنه ځيني وكړه ډېره بخښنه غواړم كتاب مي لوستي دي فقط يو څو پاڼي را ته پاته دي څه سر دي په ګر ځوم په پسته ژبه يې دوري ــ دوري كړم تله يې تيره كړه لكه تاچي ندي ليدلي بيا ما هم ندي ليدلي دغه يوه پاڼه چي دهغه څخه ماته را پاته ده غريبك په محل كي ديوه جنجالي سړي څخه ډېر په عذاب ؤ دا شهر يې پر جوړ كړي وو قرانمل صاحب دغه لږ معلومات ما در لودئ او كتاب يې چا يادونه مادرته وكړه ماپخپله لوستي ؤ په برخه كي مي يې معلومات در كړي او شعر له لاندي ډول تاسو ته تقديم دي
ستا سو دبر ياليتوب په هيله
په درنښت
۱۳۸۵كال ثور ۲۱ نېټه
استاد اسدالله (همپا )
دحاجي مير ويس نيكه ليسې مدير كندهار
هغه دكتابو چار دېودالئ جوړكړئ وو
استاد احمد ((صميم))
عبدالاحد اخوندزاده دخپل وخت يو عالم ، زاهد او خطيب ؤ دمشرانو له قوله چي هغه دكتابو چار دېودالئ جوګړي كړئ ؤ او دئ به يې منځ كي پرېوتۍ او ويل به يې چي ماته بس دغه يو جنت دي چي كله به پيسې په لاس ور غلې نو دكور دسودا په نيت به را ووتۍ ، خو ددې خوا به يې كتاب كورته وروړئ ډېركتابونه او نادراثار يې در لودل ،پر مېنه يو زوي پاته سو چي هغه هم كشر ؤ دهغه دماما خېلو لخوا يې كتابونه پر بازار سوه چي په نه څه پاندي خرڅه سوې
حتي يو قلمي كتاب يې دسليمي لاس ته ورورغلئ ؤ او پر خارجيانو يې په خورا ډېرو ډالرونو خرڅ سو او خارج ته يووړل سو
مشران وايي چي كله غريبك دكوردسودا لپاره ووتئ دهغې خوا يې دسودا په پيسو كتاب را اخيستۍ ؤ لنډه دا چي دده دنادرو كتابو ډېره مجموعه چا نه در لودل
خبره دا ده چي دا دومره ښه خطاط ښه عالم ولي داسي نوم وركئ پاته سو فارسي خط خو يې دا سي ؤ لكه مرغلري زما پوښتنه داده چي دده استادان څوك وه ؟ شاګردان يې څوك وه ؟ ايا ده شعرونه هم ويلي وه ؟ نوري ليكني يې چيري دي ؟ چي دا مسئوليت زه دحاجي عبدالحميد خان او قرانمل صاحب پر غاړه ور اچوم هيله چي دده جناب نوري ليكني او دوه سوه پنځوس خطي نسخې دي ژر تر ژره چاپ سي چي وروسته به دخطي هنر په هكله زموږ اوسني ښه خطاطان لكه امان الله درخشان ، قانع فارسي ژبۍ خطاط او قاري صاحب محمد طاهر ناتوان پدې باره كي ريسرچ او قضاوت وكړي
خداي پاك دي پر غريبك رحم وكړي دتخلص څخه يې معلو مېږي چي ډېر متواضع او شكسته نفس سړئ وو يو دا چي ځان غريبك ښيي او بيا دتصغير((ك) هم ور سره ملګرئ كوي چي دا پخپله دده يو تصوفي اړخ هم ښكاركوي ژوندي دوي دده مر حوم هنري ، عرفاني ، او كتابي پيروان او شاګردان
په درنښت
احمد صميم
۱۳۸۵/ لمريز كال سنبله
بسم الله الرحمن ارحيم ط
قدر من نوراحمد جان قرانمل صاحب !
السلام عليكم ورحمت الله وبركاته !
پرځواني دي بركت اوپرقلم دي افرين سه
ډېر خوشحاله يم چي تاته ليك در لېږم ليك دي هم را ورسېد او وخت پر وخت دي خپرېدونكي اثار هم را سېږي خوښ يم چي ليكل كوې او پر ښو ښو موضوعاتو ، ته خبر يې چي زموږ ژبه ويني ډېر كارته په خصوص سره كه لنډي كيسې ليكونكي كه خوا را څخه بده نه كړي دعلمي او ادبي كار څېړنو او كار ته ډېره اړتيا لري او زموږ هغه باسواده او با استعداده ځو انان ددې اړ تيا په پياوړ تيا كي خوار ي كول ورته اړين دي
دخداي بخښلي عبدالاحد اخوندزاده ((غريبك )) دليك هنر ، دشخصيت او اثارو دژغورني خدمتونه له چاڅخه ندي پټ كه ستا ياد وي كله چي يوولس كاله وړاندي زما ستاسي كره شپه وه ستاسي قبله ګاه صاحب يې څو دليك نمونې را ښكاره كړي وې او دكومي مجلې دشا پر پشتۍ مي هم دهغه دخطاطۍ يوه بېلګه ليدلې وه رشتيا هم دغه كمال چي دده په هنر كي دي هغه ډېر دقدر وړ دي ده هغه خو خپل هنر دومره پياوړي كړي ؤ چي دشرق دخطاطۍ تاريخ كه ليكل كېدي نو دغريبك بې حاله به نيمګړي وي خو موږ دا څه ډول كولاي سو چي دغريبك دهنر بېلګې تر واړه شرق او غرب پوري ورسوو
خداي دي پر تا كوم شتمن بختور پېښ كي چي دغه بېلګي رنګه در چاپ كړي پر ښه برېښېدونكي او ښايسته شيټ چي دهغه دهنر حق ادا سي مايې دلته په كوټه كي دقاري احسان الله سره ځيني بېلكي البته پخپل اصلي حالت كي ليدلي دي چي ور سره خوندي دي څلور ورځي تر مخه دډسمبر پر يوويشتمه نېټه زه ، پروفيسر سيال كاكړ ، او راز محمد راز چي (( دافغانستان داوسنيو نوټو كرښي يې خطاطي كړېده )) دګران عبدالخالق مندو خېل د ورور او اكا دزوي دودونو ډوډۍ ته ماښام ميلاك هال ته روان ؤ پروفيسر سيال كاكړ راته وويل : چي څلور كاله تر مخه په كوټه كي كوم كتابفروش ته دغريبك كتابتون كتابونه په لاس ور غلي وه چي نوي خطي نسخې پكښې وې هغه وخت يې ماته په څلوېښت زره روپۍ را كولې خو دما سره پيسې نوې چي دحضرت صاحب ؤ كه دپير صاحب دكور كوم ځوان بيا هغه واړه كتابونه او نسخې په پنځه شپېته زره روپۍ واخيستې
ستا دبر ياليتوب په هيله
ستا ورور عبدالروف ((رفيقي ))كوټه
دسامبر ۲۶/ ۲۰۰۶
دفاضل غريبك صاحب قلمي نسخې
دفاضل غريبك صاحب قلمي نسخې او اشعار ډېر دقدر وړ دي څرنګه چي په افغانستان كي دتاريخ په او دو كښي ډېر علما ، ليكوالان او هنر مندان تېر سويدي او ددوي اثارو ته څرنګه چي لازمه ده پاملرنه نه ده سوې او دهيواد داطلاعاتو او كلتور وزارت څرنګه چي ښايي هغسي هلي ځلي نه دي كړي ډېر ددغسي ليكوالانو او هنر مندانو اثار په كورو كي دخلګو سره سته لكه دمحترم عالم او فاضل غريبك صاحب قلمي نسخې او اشعار چي ډېر دقدر وړ دي داد ټولو ادب پوهانو او مينوالو شخصي دنده ده چي په دغسي اثارو پسي پلتنه وكړي تر څو چي زموږ دنومياليو تاريخ ژوندي ، او دټولني په ګټه استفاده ور ځني وسي زما غوښتنه داطلاعاتو او كلتور له رياست څخه داده چي دراديو او اخبار له لاري ددغسي اثارو غوښتنه وكړي
با احترام
سلطان محمد ((عزيزي )) دكندهار دپوهني رياست
تر بيوي مرستيال
دخط مختلف اقسام يې ډېر ښكلي ليكله
مرحوم اخوندزاده صاحب دكندهار يو فر هنګي شخصيت يو دانشمند او عالم شخصيت ؤ چي ډېره غني كتابخانه يې درلوده ، او تر دې علاوه هغه دخط په هنر كي ډېر مهارت در لود ، دخط مختلف اقسام يې ډېر ښكلي ليكله چي دده دلاس ليكنه زما سره خپله ديو كتاب په شكل وه چي هغه نا تكمله كتاب ؤ ده كار پر شروع كړيؤ او مختلفي بر خي يې دده دنثر او دنظم در لودلې قريب به ددوو سوو ورقو په شا خواكښي ؤ اما يو سلو پنځوس ورقي بّه يې خالي وې يوازوي پنځوس ور قي به يې ډكي سوي وې نو كه څه هم دده سره له نژدو شناخت نه در لود لاكن دده له نامه سره اشنام او دده له ذوقه سره اشنا وم ، او دده يو كتاب چي په لاس را غلي ؤ هغه مي ډېر وخت ساتلئ ؤ خو په كابل دتنظيمي جګړو په جريان كي چون زموږ كور په مكروريانو كي ؤ په اول خط ؤ نو دنورو خلګو وكورونو له چور سره زما دكور دچور تر څنګ ټول كتابونه چور سول چي دا كتاب هم په كښي لادركه سو منتها دده دهغه ليكني او كتاب څخه و پښتو ادبياتو ، دپښتو ژبي سره دده علاقه مندي او په پښتو كي دده دنظم او دنثر نمونې چي ماليدلي وې كوم پوخوالئ چي يې درلود ئ دهغه څخه دا معلومېدله چي دئ خپله يو غنيمت دپښتو ادب لپاره ؤ او هم په مجموع كښي دعلم مخصوصاً دئ په اسلامي علومو كي يو مغتنم شخصيت ؤ خداي (ج) دي ښه ور سره وكړي خداي دي پر ورحمېږي چون چي ډېر كلونه تېر سوي دكتاب دوركېدو دوولس كاله تېر سويدي نو دا مي هير دي چي ده كوم نوم ورته انتخاب كړيؤ او كه يې يا په نسخ او نسنعليق ليكل سوئ ؤ خو عناوين يې په نورو ډېرو ښكلو اقسامو سره ور كړي وه
په درنښت
عبدالرشيد ارين
۱۳۸۲/۹/۹يكشنبه كابل دشهزاده صرافي ماركېټ
يو غني كتابتون او د قلمي نسخو يو بډاي زېرمتون
داروا ښاد عبدالاحد اخوندزاده غريبك په باره كي دنظر څر ګندول به زما غوندي نالايقوانسانانوتر اوده· وتلئ كار وي په ځانګړي ډول دهغه اروا ښاد دخطاطۍ په اړ وند دنظر څر ګندول نور هم څه ستونزمن كار دي خو دا چي يو ښاغلي ملګري دې كار ته مجبور كړي يم نو بايد خپل نظر ښكاره كړم اروا ښاد غريبك دنن څخه نيمه پېړۍ وړاندي دكندهار په علمي حلقو او محفلو كي يو حتمي ركن ؤ ځكه هغه اورا ښاد نه يوازي يو تكړه خطاطا ؤ بلكه دخپلي ځانګړي علاقې له مخي يې دخپلو شخصي رو پيو له لاري يو غني كتابتون او د قلمي نسخو يو بډاي زېرمتون هم در لود چي كندهار ليكوالو به دهغوي ددغه بډاي كتابتون څخه وخت په وخت استفاده كوله اروا ښــــــاد غريبك ددغې ځانګړي علاقې تر څنګ دهغوي دكورنۍ ديو غړي په قول دپښتو او دري ژبو شاعري هم كوله چي البته تر اوسه يې پدې برخه كي ځانګړي ټولګه نده چاپ سوې نو پدې ډول موږ دلته ديوه عالم ، ليكوال ، شاعر او خطاط په باره كي خبري كوو خو دا نظر دهغوي خط ليكني ته ځانګړي سويدي ارو ښاد غريبك دښكلي خط ليكني پرڅو بېلا بېلو نمونو باندي بر لاسي ؤ لكه نسخ ، تستعليق ، ثلث او شكسته زما په فكر دهغوي نستعليق خط به د نورو نمونو په وړاندي ډېر ښكلي او ځانګړ ي توجه وړ وي ځكه هغوي په ډېر مهارت پدې برخه كي كار كړيوي او په اصطلاح پدې لاره كي دهغو پخو او بر لاسو كندهار استادانو پر شېوه كار كړي چي زموږ دخط په تاريخ كي ځانګړئ ځاي لري زه د هغوي دخط پر مسلكي اړخ نه ږغېږم ځكه زه پدې اړخ كي كومه مسلكي زده كړه نلرم خوپه عمومي ډول كه دهغوي دخط په باره كي خپله خوښه ښكاره كړم نو بايد ووايم دهغوي په خطونو كي زما لپاره تر نورو نمونو شكسته او نستعليق دځانګړي توجه وړ دي او ددوي دغه كار به دكندهار خطاطانو په ليكه كښي يو ډېر ښكلي او دياد وړ كاروي
په ادب مطيع الله ((روهيال ))
· ددې خبري په اړوند يې دملاسعدالله اخوندزاده ورورحيات الله اخوندزاده وايي :
هو همداسي وه هغه ددې ورځي يو ياداښت هم په هغو كتابو كي چي موږ ځيني را نيولي وه دا سي كښلۍ ؤ :
پيسه هغه ده چي مصرف سي پر كتاب باندي
نه پرډوډۍ او پر كباب باندي
· اوده ((عهده )) [[کارن:Noorahmadhameedi|Noorahmadhameedi]] ([[د کارن خبرې اترې:Noorahmadhameedi|خبرې اترې]]) ۰۹:۱۱, ۲۵ جون ۲۰۲۵ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
8ygxccmih4fowz8ecwry8a0iars6ovu